کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د کندهار سوداګر وايي، په دې ولایت کې یې له پاکستاني کونسل سره ناسته کړې او پرېکړه شوې چې د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د سپین بولدک په ګډون له تورخم او غلام خان لارو څخه دغه هېواد ته د افغانستان صادرات پيل شي.
له هغه وروسته چې د کرونا بحران له امله دغه لارې وتړل شوې، تر اوږدې مودې وروسته یوازې په یو طرفه توګه خلاصې شوې چې تر ډېره پرې د پاکستاني سوداګرو توکي واردېدل.
خو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ پرېکړه شوې چې پر دغو لارو د افغان سوداګرو صادرات هم پيل شي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په کندهار او سوېلي ولایتونو کې د تازه مېوې د حاصلاتو ټولولو وخت را رسېدلی او وار له مخه په زرګونو ټنه وچه مېوه له صادرولو پاتې شوې او په ګودامونو کې پرته ده.
له بلې خوا د پاکستان په کراچۍ بندر او چمن ښارګوټي کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي.
د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې رییس حاجي سعدالدین سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوداګرۍ خونې د مشرتابه په ګډون د دې ولایت سوداګرو او صنعتکارانو په کندهار کې له پاکستاني جنرال کونسل نعیم خان سره لیدلي دي.
هغه زیاته کړه، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې اوونۍ له دوشبنې ورځې به د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو لړۍ پيل شي.
دی وايي، دواړه لوري پر دې سلا شوي چې د کرونا د مخنیوي په موخه د روغتیايي تدابیرو په مراعتولو دغه لار هم د صادراتو او هم وارداتو لپاره پرانیستې وې.
د ده په خبره، دا د افغان سوداګرو لپاره ښه خبر دی، ځکه مخکې پر دې لار یوازې د پاکستاني سوداګرو توکي راوړل کېدل.
سعید وویل، افغان سوداګرو سلګونه موټره تازه او وچه مېوه او د سبو په ګډون نور توکي چمتو کړي څو پاکستان ته یې صادر کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا راغلې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ یې سوداګرۍ ته درانه زیانونه اړولي دي.
دی وايي، په کراچۍ او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ د ډیمرچ، خاک پولي او جرمانې له پلوه درانه زیانونه ګالي.
login or register a new account.