منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مېوو په ګډون سلګونه موټره توکي پاکستان ته د صادرېدو لپاره چمتو شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د کندهار سوداګر وايي، په دې ولایت کې یې له پاکستاني کونسل سره ناسته کړې او پرېکړه شوې چې د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د سپین بولدک په ګډون له تورخم او غلام خان لارو څخه دغه هېواد ته د افغانستان صادرات پيل شي.

له هغه وروسته چې د کرونا بحران له امله دغه لارې وتړل شوې، تر اوږدې مودې وروسته یوازې په یو طرفه توګه خلاصې شوې چې تر ډېره پرې د پاکستاني سوداګرو توکي واردېدل.

خو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ پرېکړه شوې چې پر دغو لارو د افغان سوداګرو صادرات هم پيل شي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په کندهار او سوېلي ولایتونو کې د تازه مېوې د حاصلاتو ټولولو وخت را رسېدلی او وار له مخه په زرګونو ټنه وچه مېوه له صادرولو پاتې شوې او په ګودامونو کې پرته ده.

له بلې خوا د پاکستان په کراچۍ بندر او چمن ښارګوټي کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو ۱۲ زره کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي.

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې رییس حاجي سعدالدین سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوداګرۍ خونې د مشرتابه په ګډون د دې ولایت سوداګرو او صنعتکارانو په کندهار کې له پاکستاني جنرال کونسل نعیم خان سره لیدلي دي.

هغه زیاته کړه، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې اوونۍ له دوشبنې ورځې به د سپین بولدک له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د صادراتو لړۍ پيل شي.

دی وايي، دواړه لوري پر دې سلا شوي چې د کرونا د مخنیوي په موخه د روغتیايي تدابیرو په مراعتولو دغه لار هم د صادراتو او هم وارداتو لپاره پرانیستې وې.

د ده په خبره، دا د افغان سوداګرو لپاره ښه خبر دی، ځکه مخکې پر دې لار یوازې د پاکستاني سوداګرو توکي راوړل کېدل.

سعید وویل، افغان سوداګرو سلګونه موټره تازه او وچه مېوه او د سبو په ګډون نور توکي چمتو کړي څو پاکستان ته یې صادر کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا راغلې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ یې سوداګرۍ ته درانه زیانونه اړولي دي.

دی وايي، په کراچۍ او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ د ډیمرچ، خاک پولي او جرمانې له پلوه درانه زیانونه ګالي.

زهیر پژواک اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې پاکستان لار بنده کړې نه یوازې افغانستان ته د وارداتو بهیر ټکنی شوی، بلکې صادرات یې هم درولي دي.

دی وايي، همدا اوس د سوداګرو تر ۲ زره ټنه ډېره وچه مېوه چې انځر، کشمش، ابجوشې، زیره او نور په کې شامل دي بسته بندي کړي او صادرولو ته چمتو ده، خو دا چې پاکستان لار تړلې دوی نه شي کولای دغه مېوه صادره کړي.

دغه وچه مېوه د پاکستان د واګه بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې تر ۲ زره ټنه پورې نوره وچه مېوه په ګودامونو کې پرته ده او د خرابېدو ګواښ یې شته.

هغه د بېلګې په توګه انځر یاد کړل چې ۴،۵ کیلوګرامو بیه یې له ۸ تر ۱۰ زره افغانۍ ده، که خراب شي نو بیا په زر افغانۍ هم نه پلورل کېږي.

نوموړي د سپین بولدک او نورو لارو د افغان صادراتو پیل ښه خبر وګاڼه او هیله یې وښودله چې دغه بهیر په ښه توګه مخ ته لاړ شي او بیا په کې خنډونه رامنځ ته نه شي.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک له لارې تر دې مهاله یوازې د پاکستاني سوداګرو مالونه راوړل کېدل چې مېوه او سابه په کې شامل وو.

دی وايي، دا چې په کور دننه د مېوو او سبو د حاصلاتو د ټولولو وخت را رسېدلی، تر ډېره د پاکستاني مېوې او سبو واردولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

نوموی هم د افغان صادراتو پر پیل کېدو خوشحاله دی او وايي، که دا کار نه وای شوی نو نوي رسېدونکي کرنیز محصولات او مېوې له درنو زیانونو سره مخ کېدای شوای.

د ده په خبره، په کندهار کې د مېوو او سبو د ساتلو لپاره سړې خونې نشته، چې څنګه یې حاصلات ټول شي باید تر مارکېټ پورې ورسول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په کور دننه د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې پورته تللې دي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي نور اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا وبا له راتلو سره له یوې خلک بې کاره شوي او له بلې خوا هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې دوه او درې برابره پورته تللې دي.

نوموړی وايي، د صادراتو او وارداتو د بهیر له بیا پیلېدو سره تمه ده چې بیې راټیټې شي.

پاکستان ظاهراً دغه لار تر هغه وروسته د افغان صادراتو لپاره پرانیزي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پرتو قبایلو احتجاجونه وکړل او د تېر په څېر یې د دغې لارې د خلاصون غوښتنه وکړه.

د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکستان له خوا وروستيو لګول شوو محدودیتونو د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکو ژوند له غربت او نورو راز راز ستونزو سره مخ کړی دی.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم وایي چې راتلونکې اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلېږي.

د مشعل په وینا، دغه  پرېکړه د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د تېرو څو ورځو له ناستو او خبرو اترو وروسته شوې ده.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد