کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۹) : د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال کنټ مکنزي اعلان کړی چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره ۸۶۰۰ ته ټیټه کړې ده.
د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه قطر کې د امریکا او طالبانو د تړون له مخې، امریکا د خپلو سرتېرو شمېره په ۱۳۵ ورځو یا د راتلونکې جولای میاشتې تر نیمایي پورې ټیټه کړي.
خو اوس دغه امریکایی جنرال له یادې نېټې، له بشپړېدو مخکې د عسکرو د کمېدلو خبر ورکړی دی.
د تړون پر مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۵۰۰ امریکایي سرتېري مېشت وو.
مکنزي وایي، امریکا ژمنه ده چې له طالبانو سره د تړون له مخې تر راتلونکې مۍ ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو زیاته کړې یې ده چې دې موخې ته رسېدل د طالبانو په ځانګړو هڅو پورې تړلي دي.
امریکایي جنرال خبرداری ورکړی دی: «باید هغه شرایط برابر شي چې موږ ډاډ شو له افغانستان زموږ د هېواد پرضد کوم برید نه پلانېږي، طالبان داسې نه کوي، خو القاعده او داعش دا کار کوي. ((
نوموړي ټینګار کړی چې دوی اوس د پاتې امریکایانو د ایستلو سملاسي پرېکړه نه کوي او په خبره یې امریکا طالبان څاري چې خپلې ژمنې څنګه پوره کوي.
هغه زیاته کړې: (( د دې کار لپاره چانس یا فرصت شته، خو دا وخت ګام په ګام کمېږي.))
د یادونې ده چې د فبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا د تړون له مخې، باید ټول امریکایي عسکر په ۱۴میاشتو کې دننه افغانستان پریږدي؛ چې په بدل کې به طالبان ضمانت ورکوي چې له افغان خاورې امریکا او متحدینو ته یې کوم ګواښ نه پېښېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي پرون وویل چې په افغانستان کې د پاتې سرتېرو کمول حالاتوسره مشروط دي.
login or register a new account.