Language

په پغمان کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

کابل(پژواک،۳۰غبرګولی۹۹): د کابل پولیس وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې د مقناطسي ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس پژواک ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د پغمان  د عینو په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه وویل چې په دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي .

خو ځینې روغتیايي سرچینې وایي چې له یادې چاودنې دوه جسدونه او اووه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics