کابل(پژواک،۳۰غبرګولی۹۹): د کابل پولیس وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې د مقناطسي ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس پژواک ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د پغمان د عینو په سیمه کې رامنځته شوې ده .
هغه وویل چې په دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي .
خو ځینې روغتیايي سرچینې وایي چې له یادې چاودنې دوه جسدونه او اووه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
تراوسه پورې ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











