Language

افغانستان سیند ته د غورځول شوو افغانانو په اړه د ایران د وسله والو ځواکونو څرګندونې رد کړې

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو په اړه د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان د رئیس حجت الاسلام بهرامي وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.

بهرامي پرون ایراني رسنیو ته ویلي و، چې سرحدي سرتېري یې هریرود سیند ته د افغان کډالو د اچولو پېښه کې لاس نه لري.

نوموړي زیاته کړې، که افغان چارواکي په دې اړه اسناد لري له دوی سره دې شریک، تر څو د یاد هېواد له خوا ورته رسېدنه وشي.

تېره میاشت یوه ډله افغانان چې ایران ته تللي وو، ددغه هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا هریرود سیند ته اچول شوي وو، چې له امله یې ۲۰ تنه مړه ، یو شمېر ټپیان او ځینې ژغورل شوي وو.

د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان ریيس زیاته کړې چې په دې اړه د ایران څېړنو وښودله چې د دغه هېواد سرتېري په یاده موضوع کې لاس نه لري.

هغه همدارنګه ویلي، که چېرې د افغانستان حکومت په دې اړه کره اسناد او شواهد لري، دغه موضوع دې خپله مدیریت کړي چې په وینا یې تر څو د اړیکو خرابېدو لامل نه شي.

د افغانستان حکومت په دې اړه کلک غبرګون ښودلی او ولسمشر د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي او ټاکل شوې چې نن د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ایران ته ولاړ شي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاده پېښه د افغان حکومت له خوا په دقت سره څېړل شوې ده.

د یاد وزارت له خوا دچنګاښ په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له سیند څخه د اووه تنو ژغورل شوو کسانو، او په دغه پېښه کې د نورو مړو شوو کسانو د دوستانو او کورنیو معلومات، اسناد او مدارک د څېړنو پرمهال د دواړو هېوادونو د کمیسارۍ له خوا مستند شوي او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مرستیال د سفر پر مهال له هغه سره شریک شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې هکله د عدالت ټینګېدو په اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان حقیقت موندونکي پلاوي هرات ته د سفر پر مهال ټول اسناد، شواهد په دقیقه توګه څېړلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان د بهرامي د خبرو په اړه د افسوس څرګندونه کوي او په ډاګه کوي چې دډیپلوماټیکو چینلونو له لارې یې له ایران سره ټول  شواهد شریک کړي او خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.