ښرنه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٩): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په زيړوک ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک قوماندان د جلغوزو شنې وهي او په زور له خلکو پېسې اخلي.
د اړوندې موضوع په اړه د زيړوک ولسوالۍ او د پکتيکا يو شمېر نورو اوسېدونکو د چنګاښ په دويمه په مرکز ښرنه کې غونډه جوړه کړې وه.
په دغه غونډه کې د زيړوک ولسوالۍ کې پخواني جهادي قوماندان فري ځډران وويل چې د زيړوک ولسوالۍ د ملي اردو د کنډک قوماندان امر الدين د جلغوزو شنې ونې وهي او هم پر خلکو ظلمونه کوي.
هغه وويل : ((وهل شوي ونې يا خرڅوي او يا هم د سون لرګيو استفاده ورنه کوي چې خلک يې مخنيوی نه شي کولای، نو ځکه يې ياده ستونز د حکومت تر بېلا بېلو ادارو پورې رسولې ده.))
د ځدراڼو د ټولنيزي شورا مشر حاجي عمر جان وويل چې د زيړوک ولسوالۍ د ملي اردو د کنډک قوماندان امرالدين په فساد، زورواکۍ او ګڼو نورو خلاف کاريو کې ښکېل دى.
هغه وويل، که حکومت ياد قوماندان څارنوالۍ ته معرفي نه کړي، نو دوی به د پکتيکا -خوست او اورګون - ښرنې لويې لارې وتړي.
نوموړي وويل: ((حکومت د شنو ونو وهل منع کړي، خو دغه قوماندان شنې ونې وهي او د جلغوزو د حاصلاتو پرمهال له خلکو پیسې ټولوي.))
د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه يې حل کړي.
هڅه مو وکړه چې له قوماندان امرالدين سره د يادو څرګندونو په اړه اړيکه ټينګه کړو خو په زيړوک ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري او له نوموړي سره اړيکه ټينګه نه شوه.
په دې اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې د ياد قوماندان په غير قانوني کړنو دى هم خبر شوى دى.
هغه وايي: ((د دغه قوماندان په اړه مې د ٢٠٣ تندر قول اردو له چارواکو سره خبرې کړې دي، په دوه-درې ورځو کې به له دندې ګوښه کړاى شي.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم د امنيتي ځواکونو د قوماندانانو له ناسمو کړنو څخه شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP