کابل(پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د یوې نوې سروې موندنې ښیي چې په افغانستان کې تر ۱۰ میلیونو پورې کسان په کرونا اخته شوي دي.
دغه سروې د «باور ځواک» د یوه رضا کاره بنسټ له خوا د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۱۵ مې نېټې د جون تر ۱۷ نېټې پورې ترسره شوې ده، له ۲۷۰۰ کسانو سره چې له ۱۸-۵۵ کلونو یې عمرونه درلودل مرکې کړې دي.
یاده سروې په ۱۹ ولایتونو، کابل، هرات،ننګرهار، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، روزګان، میدان وردګ، خوست، فراه، لغمان،بدخشان، هلمند، لوګر، فاریاب، بادغیس او غزني ولایتونو کې ترسره شوې ده.
دغه بنسټ په خپله سروې کې د مرکه شویو کسانو په وجود کې ټول اعراض او علایم لکه سخته تبه، وچ ټوخی، د بدن درد او ساه بندي لیدلي دي.
د یادې سروې د موندنو له مخې، په ټول هېواد کې ۳۱.۵۴ سلنه خلک چې څه باندې لس ميلیونه کېږي په کرونا ویروس اخته دي.
ددغې سروې له مخې، په یاد ویروس د اخته کسانو ۲۷٪ خلک په تېرو درېیو میاشتو کې سفري تاریخچه لري، یعنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي، پاتې ۷۳٪ خلکو یاد ویروس له ټولنې اخیستی او بیا یې خپلو کورنیو ته انتقال کړی.
ددغې سروې پر بنسټ چې په یاد ویروس د اخته کسانو یوازې ۱۹.۳۴٪ خلک فکر کوي چې دوی په کرونا ویروس له اخته کس سره تماس نیولی او بیا په دې ویروس اخته شوي، اما ۸۰.۶۶٪ ناروغان بیا وایي چې دوی له ټول احتیاط کولو سره بیا هم په دې ویروس اخته شوي.
د باور بنسټ غړي ډاکټر سرور ظهیر نن په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغې سروې کې ۳۱،۵۴ سلنه مرکو کوونکو تبه او ۳۱،۵۴ سلنې والګی او ۳۹،۷۲ سلنه نور په خپل ځان کې دردونه درلودل.
هغه نفس تنګي، د خوراک په خوند نه پوهېدل د کرونا ناروغۍ علایم وښودل او زیاته یې کړه، چې ۶،۴۰ سلنه خلکو نفس تنګي، ۶،۵۵ سلنه نورو بیا د مزې حس له لاسه ورکړي دی.
هغه له دغې ناروغۍ څخه بېرته روغو شویو کسانو ته په اشارې سره وویل، چې له لس میلیون اخته شویو کسانو څخه ۲۵ سلنه بېرته روغ شوي، ۶۱ سلنه د جوړېدو په حال کې دي او ۱۴ نور بیا تراوسه نه دي روغ شوي.
هغه همدارنګه وویل:« له ۹۹ سلنې څخه زیاتو مرکو کوونکو خپل ټیسټونه نه دي کړي چې لامل یې هم لابراتوارونو ته نه لاسرسی او کموالی دی.»
ددغه بنسټ مشر نجیب ازاد هم په نننۍ ناسته کې وویل، چې ددغې سروې موندنې ښیي چې اوس مهال کرونا په افغانستان کې خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.
login or register a new account.