منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د باور ځواک بنسټ: په افغانستان کې تر لس ميلیونو ډېر کسان په کرونا اخته دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

کابل(پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د یوې نوې سروې موندنې ښیي چې په افغانستان کې تر ۱۰ میلیونو پورې کسان په کرونا اخته شوي دي.

دغه سروې د «باور ځواک» د یوه رضا کاره بنسټ له خوا د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۱۵ مې نېټې د جون تر ۱۷ نېټې پورې ترسره شوې ده، له ۲۷۰۰ کسانو سره چې له ۱۸-۵۵ کلونو یې عمرونه درلودل مرکې کړې دي.

یاده سروې په ۱۹ ولایتونو، کابل، هرات،ننګرهار، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، روزګان، میدان وردګ، خوست، فراه، لغمان،بدخشان، هلمند، لوګر، فاریاب، بادغیس او غزني ولایتونو کې ترسره شوې ده.

دغه بنسټ په خپله سروې کې د مرکه شویو کسانو په وجود کې ټول اعراض او علایم لکه سخته تبه، وچ ټوخی، د بدن درد او ساه بندي لیدلي دي.

د یادې سروې د موندنو له مخې، په ټول هېواد کې ۳۱.۵۴ سلنه خلک چې څه باندې لس ميلیونه کېږي په کرونا ویروس اخته دي.

ددغې سروې له مخې، په یاد ویروس د اخته کسانو  ۲۷٪ خلک په تېرو درېیو میاشتو کې سفري تاریخچه لري، یعنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي، پاتې ۷۳٪ خلکو یاد ویروس له ټولنې اخیستی او بیا یې خپلو کورنیو ته انتقال کړی.

ددغې سروې پر بنسټ چې په یاد ویروس د اخته کسانو یوازې ۱۹.۳۴٪ خلک فکر کوي چې دوی په کرونا ویروس له اخته کس سره تماس نیولی او بیا په دې ویروس اخته شوي، اما ۸۰.۶۶٪ ناروغان بیا وایي چې دوی له ټول احتیاط کولو سره بیا هم په دې ویروس اخته شوي.

د باور بنسټ غړي ډاکټر سرور ظهیر نن په دغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغې سروې کې ۳۱،۵۴ سلنه مرکو کوونکو تبه او ۳۱،۵۴ سلنې والګی او ۳۹،۷۲ سلنه نور په خپل ځان کې دردونه درلودل.

هغه نفس تنګي، د خوراک په خوند نه پوهېدل د کرونا ناروغۍ علایم وښودل او زیاته یې کړه، چې ۶،۴۰ سلنه خلکو نفس تنګي، ۶،۵۵ سلنه نورو بیا د مزې حس له لاسه ورکړي دی.

هغه له دغې ناروغۍ څخه بېرته روغو شویو کسانو ته په اشارې سره وویل، چې له لس میلیون اخته شویو کسانو څخه ۲۵ سلنه بېرته روغ شوي، ۶۱ سلنه د جوړېدو په حال کې دي او ۱۴ نور بیا تراوسه نه دي روغ شوي.

هغه همدارنګه وویل:« له ۹۹ سلنې څخه زیاتو مرکو کوونکو خپل ټیسټونه نه دي کړي چې لامل یې هم لابراتوارونو ته نه لاسرسی او کموالی دی.»

ددغه بنسټ مشر نجیب ازاد هم په نننۍ ناسته کې وویل، چې ددغې سروې موندنې ښیي چې اوس مهال کرونا په افغانستان کې خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.

هغه وویل، چې ددوی سروې د افغانستان طبي شورا او د عامې روغتیا وزارت له خوا هم تایید شوې ده.

خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې ددغې سروې پایلې له دوی سره نه دي شریکې شوې او د تایید او نایید په اړه یې څه نه شي ویلی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل، چې سروې ګانې تل خپلې ستونزې لري، خو ددغې سروې پایله له دوی سره نه ده شریکه شوې.

هغه وویل:« دا چې هغه کسان د کرونا ناروغۍ علایم لري  او وایي چې کرونا دي، زه نشم کولی مثبت والی یې تایید کړم باید وليدل شي چې ددغې سروې نمونه ګیري څه ډول وه او همدارنګه ددغې سروې د دقیق والي او عدم دقیق په اړه څه نه شم ویلی.»

دغه بنسټ همدارنګه د کرونا ویروس، وقایه او تداوي په موخه د ولسي جرګې د یوه غړي په مرسته د یوه کتاب چاپېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اووه زره ټوکه چاپ شوی، د وېش لړۍ به يې ژر پيل شي.

هغه همدارنګه وویل:« دغه بنسټ د ۱.۷ ميليونو هغو بې وزله کورنيو چې ان د یوه وخت ډوډوۍ لا نه لري لېست هم چمتو کړی چې باید افغان دولت او نړيوالې ادارې دوی ته رسېدګي وکړي.»

هغې دې ته په اشارې سره وویل، چې خلک زیاتو مرستو ته اړتیا لري او ددغو کسانو نوملړ جوړ شوی او هيله یې څرګند کړه چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه دغو اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي.

دغه بنسټ همدارنګه وړاندیز وکړ چې  ټول طبي مراکز د خصوصي روغتونونو او کلينيکونو په ګډون باید د کرونا د ناروغان د تداوۍ لپاره د چمتو شوي کتاب( په کرونا ناروغۍ د معالجې) له مخې و روزل شي او دوی ته د کرونا ناروغانو د درمنلې اجازه ورکول شي.

دغه بنسټ همدارنګه وویل،ټول صحي مراکز باید د هغو ناروغانو لپاره چې وضیعت یې ډېر نازک نه وي د وېټامين درملنه، زېنک او اېن سېډ اسانتیا ولري.

د سرچېنې په وینا، د هغو ناروغانو چې وضیعت یې د اندېښنې وړ وي، صحي مراکز باید د هغو لپاره د پلازما درملنې اسانتیا ولري او د درملنې په موخه یې وکاروي.

باور ځواک یو رضاکارانه ټیم دی چې په رضاکارانه توګه د کرونا ناروغۍ د نه خپرېدو په موخه په ټول هېواد کې مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه په افغانستان کې ۲۹۱۴۳ کسان په کرونا ناروغۍ اخته، ۵۹۳ کسان مړه او ۸۸۴۱ کسان بیا بېرته ترې روغ شوي دي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت ویلي چې کرونا ناروغۍ په هېواد کې د خپرېدو په حال کې ده او دغه ناورغي تر هر کوره رسېدلې، ځکه د دولتي روغتونونو ترڅنګ شخصي روغتونونو ته یې هم اجازه ورکړه ترڅو د ناروغانو لپاره د کرونا تیسټونه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized