کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د هغه لوړپوړی سلاکار ستیفن مېلر به د دوشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشر په توګه دنده پیل کړي. مېلر د ټرمپ د ولسمشرۍ د دواړو دورو پر مهال د هغه د کډوالۍ د جنجالي تګلارو په جوړولو او پلي کولو کې مهم رول درلود.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په کاري جوړښت کې د بدلونونو اعلان وکړ او مېلر یې خپل له «تر ټولو باوري» سلاکارانو څخه وباله.
راپور کې راغلي، مېلر د ټرمپ د ادارې د هغو تګلارو له مهمو طرحهکوونکو څخه و چې له مخې یې د کډوالو پر ورتګ محدودیتونه ولګول شول، د پناهغوښتونکو د منلو کچه راټیټه شوه او د کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات پراخ شول.
د راپور له مخې، مېلر د ۲۰۱۸ کال د هغې تګلارې ملاتړ هم کړی و چې له مخې یې زرګونه ماشومان له خپلو کورنیو جلا شول. نوموړي د کډوالو د ورځنیو نیونو د زیاتولو غوښتنه کړې وه او وړاندیز یې کړی و چې د ډلهییزو ایستلو لپاره دې ملي ګارد هم وکارول شي.
هغه د ۱۷۹۸ کال د «بهرنیو دښمنانو قانون» د کارولو ملاتړ هم کړی و، چې د ټرمپ ادارې پرې یو شمېر وینزویلايي وګړي السلوادور ته ولېږدول. دغه اقدام له حقوقي ننګونو سره مخ شو او د امریکا سترې محکمې د دغو کسانو د ایستلو پر وړاندې د اعتراض حق ته د فرصت ورکولو غوښتنه وکړه.
مېلر درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د لېږلو، د هغو کډوالو د نیولو چې جرمي مخینه نه لري او د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو لپاره د پوځي ځواک د کارولو ملاتړ هم کړی دی.
د هغه ټاکنه په داسې حال کې کېږي چې د جمهوريغوښتونکو ګوند په منځمهاله ټاکنو کې سخته ماتې خوړلې او ډیموکراتان د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د تګلارو په اړه د پراخو څېړنو پلان لري.










