منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

رویټرز: امریکا غواړي د ایران پر ځمکنۍ سوداګرۍ هم محدودیتونه ولګوي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د ایران د سمندري محاصرې ترڅنګ، د دغه هېواد له ځمکنیو پولو او د کسپین سمندر له لارې د وسلو او نورو تحریم شوو توکو د لېږد محدودولو لپاره ځانګړی ځواک جوړوي.

راپور کې راغلي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) به د شنبې په ورځ د دغه ځانګړي ځواک د جوړېدو اعلان وکړي؛ هغه موضوع چې تر دې مخکې رسنیو ته نه وه په ډاګه شوې.

سرچینې زیاته کړې، دغه ځواک چې «د اوسپنې دروازه»  (Iron Gate) نومول شوی، د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې به مېشت وي او د امریکا له نورو دولتي ادارو سره به همغږي کوي.

د راپور له مخې، د دغه ځواک تمرکز به د پرمختللو وسلو د لېږد ترڅنګ، د هغو توکو پر انتقال هم وي چې په ملکي او پوځي دواړو برخو کې کارول کېږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان اډمیرال براډ کوپر په یوه اعلامیه کې ویلي: «له امریکايي دولتي ادارو سره د سنتکام د همکارۍ پیاوړتیا به د ایران هغه وړتیاوې نورې هم محدودې کړي چې له مخې یې د وسلو جوړولو فابریکې بیا رغوي او خپلې پوځي زېرمې بېرته پوره کوي.»

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې د ایران سمندري محاصرې د دغه هېواد د څه باندې ۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د خامو تېلو د صادراتو مخه نیولې ده.