جلال اباد، کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹): له اوږده ځنډ وروسته د سپین بولدک او تورخم لارې د افغان صادراتو پر مخ پرانیستل شوې او لسګونه لارۍ تازه او وچه مېوه او نور توکي پاکستان ته صادر شول.
د صادراتو د پیل لپاره د کندهار د سوداګرۍ خونې، ګمرک او صنعتي پارکونو مسوولین، د تازه او وچې مېوې د ټولنو استازي او ګڼ شمېر سوداګرو سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی و.
د سپین بولدک کمېسارۍ مسوول ډګروال شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اووه نیمې بجې د سپين بولدک لار د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه او لومړی موټر چې زردالو په کې بار و، پاکستان ته واوښت.
هغه زیاته کړه، د صادراتو لړۍ په منظمه توګه روانه ده او تر دې مهاله لسګونه لارۍ تازه او وچه مېوه او نور توکي صادر شوي دي.
دی وايي، د صادراتو لپاره پر یوه میکانیزم سلا شوې چې په صفري برخه کې به افغان موټر چلوونکی په توکو بار موټر پاکستاني چلوونکي ته سپاري او هغه به یې تر طی مراحل وروسته بېرته افغان چلوونکي ته سپاري، څو د کرونا ویروس د انتقال مخنیوی شوی وي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې د سپین بولدک لار به په ۲۴ ساعته توګه پرانیستې وي او هره ورځ به تر ۵۰ موټره توکي له افغانستان څخه پاکستان ته صادرېږي.
هغه یادونه وکړه چې په ورته توګه له دې لارې له پاکستان څخه د افغان او پاکستاني سوداګرو ۲۵۰ موټره وارداتي توکي افغانستان ته راوړل کېږي.
دی وايي، د کرونا ویروس د لېږد رالېږد د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي او هیله یې وښودله چې پاکستاني لوری به په دې توګه د لارې د خلاصون په موخه پر خپلو ژمنو درېږي.
ټاکل شوې ده، تر راتلوونکو درېیو میاشتو پورې به په سپین بولدک کې د صادراتي موټرو د دواپاشۍ او اړوندې نورې اسانتیاوې د حرکت په نوم د یوې موسسې پر غاړه وي.
د دغې موسسې مسوول نور عالم حکیم یار پژواک ته وویل، حرکت موسسه د هېوادونو تر منځ صادراتي او وارداتي اسانتیاوې برابروي،څو خصوصي سکتور وده وکړي او په یاده برخه کې دوی د مالیې، تجارت او اقتصاد وزارتونو سره کار کوي.
هغه زیاته کړه، په یوه تازه ګام کې يې د login or register a new account.