منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تورخم او سپین بولدک له لارو پاکستان ته د افغان توکو صادرات پیل شول

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې

جلال اباد، کندهار (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹): له اوږده ځنډ وروسته د سپین بولدک او تورخم لارې د افغان صادراتو پر مخ پرانیستل شوې او لسګونه لارۍ تازه او وچه مېوه او نور توکي پاکستان ته صادر شول.

د صادراتو د پیل لپاره د کندهار د سوداګرۍ خونې، ګمرک او صنعتي پارکونو مسوولین، د تازه او وچې مېوې د ټولنو استازي او ګڼ شمېر سوداګرو سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی و.

د سپین بولدک کمېسارۍ مسوول ډګروال شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اووه نیمې بجې د سپين بولدک لار د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه او لومړی موټر چې زردالو په کې بار و، پاکستان ته واوښت.

هغه زیاته کړه، د صادراتو لړۍ په منظمه توګه روانه ده او تر دې مهاله لسګونه لارۍ تازه او وچه مېوه او نور توکي صادر شوي دي.

دی وايي، د صادراتو لپاره پر یوه میکانیزم سلا شوې چې په صفري برخه کې به افغان موټر چلوونکی په توکو بار موټر پاکستاني چلوونکي ته سپاري او هغه به یې تر طی مراحل وروسته بېرته افغان چلوونکي ته سپاري، څو د کرونا ویروس د انتقال مخنیوی شوی وي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې د سپین بولدک لار به په ۲۴ ساعته توګه پرانیستې وي او هره ورځ به تر ۵۰ موټره توکي له افغانستان څخه پاکستان ته صادرېږي.

هغه یادونه وکړه چې په ورته توګه له دې لارې له پاکستان څخه د افغان او پاکستاني سوداګرو ۲۵۰ موټره وارداتي توکي افغانستان ته راوړل کېږي.

دی وايي، د کرونا ویروس د لېږد رالېږد د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول شوي او هیله یې وښودله چې پاکستاني لوری به په دې توګه د لارې د خلاصون په موخه پر خپلو ژمنو درېږي.

ټاکل شوې ده، تر راتلوونکو درېیو میاشتو پورې به په سپین بولدک کې د صادراتي موټرو د دواپاشۍ او اړوندې نورې اسانتیاوې د حرکت په نوم د یوې موسسې پر غاړه وي.

د دغې موسسې مسوول نور عالم حکیم یار پژواک ته وویل، حرکت موسسه د هېوادونو تر منځ صادراتي او وارداتي اسانتیاوې برابروي،څو خصوصي سکتور وده وکړي او په یاده برخه کې دوی د مالیې، تجارت او اقتصاد وزارتونو سره کار کوي.

هغه زیاته کړه، په یوه تازه ګام کې يې د USAID سره په مشارکت د کندهار سپین بولدک لویې لارې څخه د صادراتو د پیلېدو پر مهال د لویو موټرونو دواپاشي، موټروانانو ته د دستکشو او ماسکونو او نورو اسانتیاو برابرولو لپاره هوډ کړی دی.

د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصر الله زهیر د صادراتو پر مخ د سپین بولدک لارې خلاصول یو مهم ګام وباله او ویې ویل، له هغه وروسته چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا راغلې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ یې سوداګرۍ ته درانه زیانونه اړولي چې نه یوازې افغانستان ته د وارداتو بهیر ټکنی شوی، بلکې صادرات یې هم درولي دي.

دی وايي، په کراچي او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه ولاړ دي چې هره ورځ د ډیمرچ، خاک پولي او جرمانې له پلوه درانه زیانونه ګالي.

د هغه په وینا، همدا اوس د سوداګرو تر ۴ زره ټنه ډېره وچه مېوه چې انځر، کشمش، ابجوشې، زیره او نور په کې شامل دي بسته بندي کړي او صادرولو ته چمتو ده.

دغه وچه مېوه د پاکستان د واګه بندر له لارې هندوستان ته صادرېږي.

نوموړي د سپین بولدک او نورو لارو د افغان صادراتو پیل ښه خبر وګاڼه او هیله یې وښودله چې دغه بهیر په ښه توګه مخ ته لاړ شي او بیا په کې خنډونه رامنځ ته نه شي، څو د مېوو د سېزن پر مهال سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک له لارې تر دې مهاله یوازې د پاکستاني سوداګرو مالونه راوړل کېدل چې مېوه او سابه په کې شامل وو.

دی وايي، دا چې په کور دننه د مېوو او سبو د حاصلاتو د ټولولو وخت را رسېدلی، تر ډېره د پاکستاني مېوې او سبو واردولو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

نوموی هم د افغان صادراتو پر پیل کېدو خوشحاله دی او وايي، که دا کار نه وای شوی نو نوي رسېدونکې کرنیز محصولات او مېوې له درنو زیانونو سره مخ کېدای شوای.

 دده په خبره، په کندهار کې د مېوو او سبو د ساتلو لپاره سړې خونې نشته، چې څنګه یې حاصلات ټول شي باید تر مارکېټ پورې ورسول شي.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

د یادونې ده چې د سپین بولدک لارې په څېر د تورخم او غلام خان لارې هم په ورته توګه د صادراتو لپاره پرانیستل شوې.

د ننګرهار چارواکي وايي چې په لومړۍ ورځ د يو شمېر نورو سوداګريزو توکو سربېره يو شمېر د تازه سبزيجاتو بار لارۍ هم پاکستان ته ولېږدول شوې. تر دې وړاندې سوداګرو او کروندګرو شکايت درلود چې د صادراتو پر وړاندې د تورخم دروازې تړل کېدو ورته مالي زيانونه اړولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن تر څو مياشتني ځنډ وروسته رسماً د تورخم له لارې د افغان سوداګريزو توکو صادراتو ته اجازه ورکړل شوه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د وارېداتو پرمخ هم اوونۍ کې شپږ ورځې دروازه پرانېستې ده او په همدې شکل به د صادراتو پر مخ هم تر دې وروسته دروازه خلاصه وي.

د خوږياڼي په وينا، په لومړۍ ورځ ډېرې لارۍ له تازه سبزۍ په خاصه توګه د بادرنګو، شوکاڼي او يو شمېر نورو توکو بار وې.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ګمرک رييس نصر الله صاحبزاده وويل، تورخم لاره درې مېاشتې د صادراتو پر مخ تړلې وه چې په پرانېستل کېدو سره يې له يوې خوا سوداګرو ته ګټه ورسېده او له بل پلوه به د ګمرک د عوايدو لوړېدو سبب هم شي.

تورخم کې يو سوداګر حاجي تور پژواک سره خبرو کې وويل، چې نن د لارې له پرانېستل کېدو سره سم په يوه ساعت کې ۲۵ لارۍ پاکستان ته واوښتې چې ډېری يې سبزيجات او ميوې وې.

دی وايي، څومره چې لارۍ ډېرې ځي په هماغه اندازه يې افغان سوداګرو او کروندګرو ته ګټه ډېره ده او سبزيجات او ميوه جات بازار او نرخ دواړه پيدا کوي. هغه له دواړو حکومتونو وغوښتل چې سوداګري دې په سياست کې نه دخيلوي، ځکه د يوې لارۍ په درېدو سره لسګونه کورنۍ بې روزګاره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد