ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې يو شمېر زورواکو د کوچيانو د هديرې ځمکه غصب کړې ده

غزني کې يو شمېر زورواکو د کوچيانو د هديرې ځمکه غصب کړې ده

author avatar
22 Jun 2020 - 19:09
غزني کې يو شمېر زورواکو د کوچيانو د هديرې ځمکه غصب کړې ده
author avatar
22 Jun 2020 - 19:09

غزني ښار (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٩): د غزني يو شمېر کوچيانو د هديرې ځمکې د غصب په غبرګون کې لاريون وکړ او د څلورو ساعتونو لپاره يې د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.

د لاريون کوونکو شمېر چې له سلو ډېر وو، نن له غرمې مخکې يې لاريون پيل کړ او له غرمې وروسته په درېيو بجو يې پاى ته ورساوه.

د لاريون کوونکو په استازيتوب حاجي جيلان پژواک ته وويل چې د غزني ښار د قلعه جوز په سيمه کې حکومت د هديرې لپاره دوى ته پنځه سوه جريبه ځمکه ورکړې ده.

هغه د چا نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ((دغه ځمکه څلورو کسانو غصب کړې ده چې حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

دغه راز يو بل لاريون کوونکي حاجي سورګل وويل چې دغه ستونزه دوى څو ځلې له ولايت مقام سره شريکه کړې خو نه ده حل شوې.

دى وايي: ((موږ اسناد لرو چې دغه ځمکه حکومت د هديرې لپاره موږ ته راکړې خو اوس يې را نه غصب کړې ده.))

يادو لاريون کوونکو د څلورو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله.

دوى ويل که چيرې يې ستونزه هواره نه شي په لويو لايونونو به لاس پورې کړي.

د دغه لاريون په تړاو د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې د اړوندې موضوع په اړه به ولايت مقام ډېر ژر پلاوى وټاکي ترڅو معلومه کړي چې دغه ځمکه د چا ده؟

ده وويل، په دې اړه به نور معلومات د پلاوي تر څېړنې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.