کندهار (پژواک،٣ چنګاښ۹۹): شاوخوا یو کال کېږي چې په کندهار کې د احمد شاه بابا کور د استملاک چارې ترسره شوي خو د رغولو چارې یې لا نه دي پیل شوې، په داسې حال کې چې د دغه کور ځينې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.
د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا دغه کور چې ۳۰۰ کاله مخینه لري، مخکې په کې د هغه وارثان اوسېدل چې د ولسمشر د حکم له مخې، استملاک او د یوه تړون لیک له مخې کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو.
شاوخوا یو کال مخکې چې ولسمشر کندهار ته سفر کړی و، دغه کور یې له نږدې ولید او ژمنه یې وکړه چې دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي.
خو مودې وشوې چې نه یوازې یې د بیاجوړولو چارې پیل نه شوې، بلکې د نه پاملرنې له امله یې ځينې برخې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د احمدشاه بابا کارنامو ته په پام د هغه کور باید په اصلي بڼه ورغول شي.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی او فرهنګي فعال عزت الله امید پژواک خبري اژانس ته وویل، ولسمشر د دغه کور جوړېدو او پر یوه ملي پارک او موزیم د بدلېدو ژمنه کړې وه، خو دغه چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.
هغه زیاته کړه، له بده مرغه د دغه کور ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، که پاملرنه ورته ونه شي او ژر تر ژره یې د جوړېدو چارې پیل نه شي، نو د ټول کور د ویجاړېدو ګواښ شته.
دی وايي، لکه څنګه چې حکومتي مسوولینو ژمنه کړې د احمد شاه بابا کور په ملي او نړیواله کچه د سیلانیانو لپاره یو ارزښتناک ځای دی.
د کندهار ښار بل اوسېدونکی علي احمد هم د حکومت له خوا د اوسني افغانستان د بنسټګر او امپراتور احمد شاه بابا کور ته نه پاملرنه لویه جفا ګڼي.
ده پژواک ته وویل: ((له بده مرغه په تېرو کلونو کې د قاتلانو، غلو او فاسدانو او تش په نوم اتلان مقبرې وځلول شوې، میلیونونه افغانۍ ورباندې ولګول شوې خو د یوه امپراتور او د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي کور په بد وضعیت کې قرار لري.))
نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې په لومړي ګام کې دغه کور ته پاملرنه وکړي چې تخریب نه شي او په دویم ګام کې دې یې له ژمنې سره سم د جوړولو چارې پیل کړي.
د کندهار ښار یو مخور فیض محمد کاکر پژواک اژانس ته وویل، د کندهار ښار د سدوزو په کوڅه کې د احمدشاه بابا کور د هغه له لمسیانو پر شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر استملاک شو او هغوی دا کور خالي کړ، خو اوس پاملرنه نه ورته کېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال بارانونو سخت زیانونه ورته رسولي دي.
login or register a new account.