منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د احمدشاه بابا کور جوړولو چارې پر استملاک سربېره هم نه دي پيل شوې

· ۵ دقیقې لوستل · ۲۴۶ کتنې

کندهار (پژواک،٣ چنګاښ۹۹): شاوخوا یو کال کېږي چې په کندهار کې د احمد شاه بابا کور د استملاک چارې ترسره شوي خو د رغولو چارې یې لا نه دي پیل شوې، په داسې حال کې چې د دغه کور ځينې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا دغه کور چې ۳۰۰ کاله مخینه لري، مخکې په کې د هغه وارثان اوسېدل چې د ولسمشر د حکم له مخې، استملاک او د یوه تړون لیک له مخې کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو.

شاوخوا یو کال مخکې چې ولسمشر کندهار ته سفر کړی و، دغه کور یې له نږدې ولید او ژمنه یې وکړه چې دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي.

خو مودې وشوې چې نه یوازې یې د بیاجوړولو چارې پیل نه شوې، بلکې د نه پاملرنې له امله یې ځينې برخې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د احمدشاه بابا کارنامو ته په پام د هغه کور باید په اصلي بڼه ورغول شي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی او فرهنګي فعال عزت الله امید پژواک خبري اژانس ته وویل، ولسمشر د دغه کور جوړېدو او پر یوه ملي پارک او موزیم د بدلېدو ژمنه کړې وه، خو دغه چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه د دغه کور ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، که پاملرنه ورته ونه شي او ژر تر ژره یې د جوړېدو چارې پیل نه شي، نو د ټول کور د ویجاړېدو ګواښ شته.

دی وايي، لکه څنګه چې حکومتي مسوولینو ژمنه کړې د احمد شاه بابا کور په ملي او نړیواله کچه د سیلانیانو لپاره یو ارزښتناک ځای دی.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی علي احمد هم د حکومت له خوا د اوسني افغانستان د بنسټګر او امپراتور احمد شاه بابا کور ته نه پاملرنه لویه جفا ګڼي.

ده پژواک ته وویل: ((له بده مرغه په تېرو کلونو کې د قاتلانو، غلو او فاسدانو او تش په نوم اتلان مقبرې وځلول شوې، میلیونونه افغانۍ ورباندې ولګول شوې خو د یوه امپراتور او د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي کور په بد وضعیت کې قرار لري.))

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې په لومړي ګام کې دغه کور ته پاملرنه وکړي چې تخریب نه شي او په دویم ګام کې دې یې له ژمنې سره سم د جوړولو چارې پیل کړي.

د کندهار ښار یو مخور فیض محمد کاکر پژواک اژانس ته وویل، د کندهار ښار د سدوزو په کوڅه کې د احمدشاه بابا کور د هغه له لمسیانو پر شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر استملاک شو او هغوی دا کور خالي کړ، خو اوس پاملرنه نه ورته کېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال بارانونو سخت زیانونه ورته رسولي دي.

هغه زیاته کړه: ((لکه څنګه چې لیدل کېږي، د بابا د حرمسرای څلور لوی دالانونه لري چې یو تاریخي دالان یې نړېدلی دی، خو هیڅوک یې ساتنه نه کوي.))

دی وايي، دغه تاریخي کور خام جوړ شوی، د باران د اوبو د وتلو لار نه لري، هغه مهال چې په دغه کور کې د احمدشاه بابا وارثان اوسېدل نو د باران پر مهال به یې ډنډ شوې اوبه د واټر پمپ په وسیله ایستلې.

نوموړی پر اړوندو چارواکو غږ کوي چې دغه تاریخي ځای ته پاملرنه وکړي او ژر تر ژره یې د جوړولو غم وخوري.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان هم د دغه تاریخي کور د ځینو برخو پر ویجاړېدو اندېښنه ښيي.

افغان پژواک ته وویل، یوازې دغه تاریخي کور نه، بلکې ګڼ نور تاریخي ځایونه هم له ورته ګواښونو سره مخ دي.

دی وايي، له مرکزي ادارې یې په وار وار د دې او نورو لرغونو ابدو د ساتنې او رغونې غوښتنه کړې ده.

د ده په خبره، دغه کور تر استملاک وروسته کندهار ښاروالۍ ته سپارل شوی دی.

خو کندهار ښاروالي وايي، شاوخوا یو کال کېږي چې دغه کور د احمد شاه بابا له لمسیانو څخه استملاک شوی او د دوی له خوا ساتل کېږي خو د رغونې لپاره یې تر دې مهاله بودیجه نه ده ځانګړې شوې.

د کندهار ښاروالۍ د ودانیزو چارو مسوول انجنیر محمد حنیف وايي، دغه کور اوسمهال د ښاروالۍ په واک کې دي چې د ساتنې او مراقبت لپاره یې څو تنه ګومارل شوي دي.

خو ده یادونه وکړه چې تر دې مهاله د دغه کور جوړولو لپاره بودجه نه ده ځانګړې شوې او په دې برخه کې مرکزي ادارې ته په تمه دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کال وړاندې د کندهار ولایتي ادارې، ښاروالۍ، د ښار جوړونې وزارت، مالیې وزارت او د احمدشاه بابا د کور د مالیکنو تر منځ ۹ ماده ییز تړون لیک لاسلیک شو چې د احمدشاه بابا د کور او حرام سرای په ګډون ۱۸ بابه کورونه چې مساحت یې ۷زره متره مربع کېږي، د دولت ملکیت وګرځېد چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته به سپارل کېږي.

دی زیاتوي، په پام کې ده دغه تاریخي کور په ډېره ښه توګه د یوه تاریخي موزیم په بڼه جوړ شي چې په ملي او نړیواله کچه د سیلانیانو لپاره ارزښتناک ځای دی او هغوی به وکولای شي له نږدې د احمدشاه بابا د کارنامو او تاریخ اړوند په ښه توګه معلومات تر لاسه کړي.

د ده په خبره، ولایتي ادارې د دغه تاریخي کور ساتنې او جوړولو ته ژمنه ده او په دې برخه کې یې هڅې پیل کړې دي.

د لوي امپراتور احمدشاه ابدالي کور د کندهار ښار د سدوزو په کوڅه کې دی چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځای پاته دی.

دغه کور سلګونه کلونه وړاندې په خپله د احمدشاه بابا په هدایت د فني او تخصصي معمارانو له خوا په بخارايي بڼه یا سبک جوړ شوی چې درې پوړه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه