کندهار (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹): د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس وايي، لوړې ګمرک تعرفې خلک اړ کړي چې خپل سوداګریز توکي پر قاچاق لارو هېواد ته راوړي.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د ستونزو د حل په کنفرانس کې وکړې چې د حرکت موسسې له خوا جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې د سوداګرۍ خونو مسوولینو، سوداګرو او نورو چارواکو ګډون کړی و.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر په پیل کې د صادراتو پر مخ د سپین بولدک لارې د خلاصولو هرکلی وکړ چې له اوږدې مودې وروسته تېره ورځ پرانیستل شوه.
هغه غوښتنه وکړه چې لکه څنګه چې دغه لار د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه، د ترانزیټ پر مخ هم باید پرانیستل شي؛ ځکه په کراچۍ بندر او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي.
هغه د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د هغو حل یې وغوښت.
نوموړي زیاته کړه، پر وارداتي توکو اخیستل کېدونکې مالیه لوړه ده، حکومت باید له سره غور ورباندې وکړي.
د ده په خبره، د سوداګریزې محاسبې له مخې پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دې چارې خلک اړ کړي خپل سوداګریز توکي پر قاچاقي لارو هېواد ته راوړي.
دی وايي، حکومت په دې ډول د عوایدو ټولولو په برخه کې خپل ځان ته تاوان رسولی دی.
زهیر دغه راز ادعا وکړه چې په ولایتونو کې ګمرکي تعرفې یو له بل سره توپیر لري چې دا له سوداګرو سره یو بل زیاتی دی.
ده وویل: "په کندهار کې پر یو کانټینر (۱۰۵۰) سولر هیندارو ۴۴۰ زره افغانۍ مالیه اخیستل کېږي خو په ننګرهار کې بیا ورباندې ۲۲۰ زره افغانۍ مالیه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې باید ګمرکي تعرفه یوه وي."
د دې ترڅنګ هغه د درې میاشتني بیلانس ورکړه هم یوه ستونزه وګڼله چې سوداګر له تېرو درېیو کلونو ورسره لاس او ګرېوان دي.
login or register a new account.