کندهار (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹): د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس وايي، لوړې ګمرک تعرفې خلک اړ کړي چې خپل سوداګریز توکي پر قاچاق لارو هېواد ته راوړي.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو د ستونزو د حل په کنفرانس کې وکړې چې د حرکت موسسې له خوا جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې د سوداګرۍ خونو مسوولینو، سوداګرو او نورو چارواکو ګډون کړی و.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي نصرالله زهیر په پیل کې د صادراتو پر مخ د سپین بولدک لارې د خلاصولو هرکلی وکړ چې له اوږدې مودې وروسته تېره ورځ پرانیستل شوه.
هغه غوښتنه وکړه چې لکه څنګه چې دغه لار د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه، د ترانزیټ پر مخ هم باید پرانیستل شي؛ ځکه په کراچۍ بندر او چمن کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي.
هغه د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د هغو حل یې وغوښت.
نوموړي زیاته کړه، پر وارداتي توکو اخیستل کېدونکې مالیه لوړه ده، حکومت باید له سره غور ورباندې وکړي.
د ده په خبره، د سوداګریزې محاسبې له مخې پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دې چارې خلک اړ کړي خپل سوداګریز توکي پر قاچاقي لارو هېواد ته راوړي.
دی وايي، حکومت په دې ډول د عوایدو ټولولو په برخه کې خپل ځان ته تاوان رسولی دی.
زهیر دغه راز ادعا وکړه چې په ولایتونو کې ګمرکي تعرفې یو له بل سره توپیر لري چې دا له سوداګرو سره یو بل زیاتی دی.
ده وویل: "په کندهار کې پر یو کانټینر (۱۰۵۰) سولر هیندارو ۴۴۰ زره افغانۍ مالیه اخیستل کېږي خو په ننګرهار کې بیا ورباندې ۲۲۰ زره افغانۍ مالیه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې باید ګمرکي تعرفه یوه وي."
د دې ترڅنګ هغه د درې میاشتني بیلانس ورکړه هم یوه ستونزه وګڼله چې سوداګر له تېرو درېیو کلونو ورسره لاس او ګرېوان دي.
د ده په خبره، په ورته توګه سوداګر اړ دي د کال په پای کې هم، که یې ګټه یا تاوان کړی وي، بیلانس ورکړي چې دا پر هغوی یو اضافي بوج دی.
نوموړی له حکومته وغوښتل چې سوداګرو ته د ستونزو پر ځای اسانتیاوې برابرې کړي څو له یوې خوا د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي او له بلې خوا خلکو ته کار او رزوګار پیدا شي.
د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې لیلا افاق وویل، دولت مالیه ورڅخه اخلي خو ستونزو ته یې پاملرنه نه کوي.
هغې زیاته کړه، په کندهار کې د برېښنا کمښت د سوداګرو پر وړاندې جدي ستونزه ده.
دغه راز دې غوښتنه وکړه چې په کندهار کې دې د ښځینه سوداګرو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شي.
د حاجي نوراحمد په نوم د وچې مېوې یوه سوداګر وویل، حکومت دې له پاکستان سره د لارې په پرانیستې ساتلو کې له سوداګرو سره مرسته وکړي.
هغه وویل که څه هم تېره ورځ د سپین بولدک لار د صادراتو پر مخ خلاصه شوه او ژمنه شوې وه چې د ټرانزیټ پر مخ به هم خلاصه وي، خو نن پاکستاني لوري د افغان سوداګرو ټرانزیټ موټران راګرځولي دي.
دی وايي، د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید پر دې کار وکړي چې سیاست او تجارت سره بېل کړي، ځکه د دواړو هېوادونو تاجران غواړي سوداګري پراخه شي.
هغه د هوايي دهلېز یادونه هم وکړه چې یوازې هوايي ژمنې دي او په عمل کې هیڅ نشته.
نوموړی وايي، د مرکز له لوري ورته ویل شوي چې راتلونکې اوونۍ به له کندهاره د هوايي دهلېز الوتنې بیرته پیل شي خو سوداګر به پر یو کیلوګرام ۳۰ سینټه کرایه ورکوي.
دی وايي، سوداګر د دومره لوړې کرایې ورکولو توان نه لري.
ده هم وویل چې حکومت باید د سوداګرو ستونزې جدي ونیسي او حل لارې ورته ولټوي.
په دې غونډه کې د کندهار د کرنې رییس هم خبرې وکړې او ویې ویل، سمه ده چې خپلو محصولاتو ته باید بهرنی مارکېټ ولرو خو پر کورني مارکېټ هم باید کار وشي.
ده د بېلګې په توګه د هوايي سفرونو پر مهال الوتکې یادې کړې چې مسافرو ته په کې بهرني جوس او خواړه ورکول کېږي، په کار ده هغوی د خپل هېواد تولیدات وکاروي.
هغه د کرنې د ودې په برخه کې د دغې ادارې له خوا د یو شمېر پروژو په اړه هم معلومات ورکړل چې چارې یې روانې دي.
په کندهار کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د صادراتو او وارداتو د ستونزو د حل دغه کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې د کرونا بحران له امله تر اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ له پاکستان سره د افغانستان لارې د صادراتو پر مخ پرانیستل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










