قلعه نو (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): ځینې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړي فرید اخي زي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې پنځه د ملي اردو او درېد پولیسو ځانګړې قطعې سرتېري وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوی په پروني برید کې له دولتي ځواکونو څخه ۱۳ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
طالبان وایي چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی او بل ټپی دی.
د دغه ولایت له چارواکو سره مو اړیکه ټینګه نه شوه، خو د سیمې یوه اوسېدونکي نورالدین دغه برید تایید کړ.
هغه وویل چې په برید کې د نورې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو ځینو سرچینو ورته ویلي چې په برید کې د وژل شوو درېیو پولیسو مړي سوځېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن