Language

وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره د شوومرستو اویا سنله بېځایه لګېدلې

کابل(پژواک،۴چنګاښ ۹۹): ولسي جرګه «پاکستان ته د مصنوعي تنفس قاچاق شوو ماشینونو قضیه څېړي او د دې جرګې یوشمېرغړي وایي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرسته شوې پیسې ۷۰ سنله بېځایه لګول شوې دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې چې د جنګاښ په دویمه خپور شو، د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه (وېنټلاټورونه) چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره مرسته شوي وو، په داسې حال کې پاکستان ته قاچاق شوي چې په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته کسان د تنفس ماشینونو د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راپور په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو او نن هم د ولسي جرګې په عمومي غونډه پرې بحث هم وشو.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالنصیر فراهي د پژواک راپور په اړه وویل: «موږ د پیسو غل لیدلی و، خو اوس مو د روغتیایي توکو غل هم ولید، نه یوازې وینټلاټور ماشینونه، بلکې نور روغتیایي ماشینونو چې قطر له فراه ولایت سره مرسته کړي وو، هم ورک دي. د  (PCR) مرسته شوي ماشینونه دي چې درک یې نشته او باید جدي وڅېړل شي چې دا ماشینونه چېرته دي.

login or register a new account.