منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۵ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

وکیلان: له کرونا سره د مبارزې لپاره د شوومرستو اویا سنله بېځایه لګېدلې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

کابل(پژواک،۴چنګاښ ۹۹): ولسي جرګه «پاکستان ته د مصنوعي تنفس قاچاق شوو ماشینونو قضیه څېړي او د دې جرګې یوشمېرغړي وایي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرسته شوې پیسې ۷۰ سنله بېځایه لګول شوې دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې چې د جنګاښ په دویمه خپور شو، د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه (وېنټلاټورونه) چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره مرسته شوي وو، په داسې حال کې پاکستان ته قاچاق شوي چې په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته کسان د تنفس ماشینونو د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راپور په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو او نن هم د ولسي جرګې په عمومي غونډه پرې بحث هم وشو.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالنصیر فراهي د پژواک راپور په اړه وویل: «موږ د پیسو غل لیدلی و، خو اوس مو د روغتیایي توکو غل هم ولید، نه یوازې وینټلاټور ماشینونه، بلکې نور روغتیایي ماشینونو چې قطر له فراه ولایت سره مرسته کړي وو، هم ورک دي. د  (PCR) مرسته شوي ماشینونه دي چې درک یې نشته او باید جدي وڅېړل شي چې دا ماشینونه چېرته دي.

هغه وایي چې دغه قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي او هغه کسان چې په دې «غلا» کې لاس لري، معلوم او جزا ورکړل شي.

د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب هم د مصنوعي تنفس د۳۲ ماشینونو قاچاق ته په اشاره وویل:«که موږ دغه قضیه ونه څېړو، په دې معنا ده چې موږ په دې غلا کې له هغوی سره شریک یو، زه نه پوهېږم چې دوی څه ډول جرئت کوي چې روغتیایي وسایل پټوي.»

د هغه په خبره، له جرم سترګې پټول خیانت دی او دغه قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلول.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې د دې جرګې دایمې کمېسیونونه یاده موضوع په جدي ډول څېړي او وروسته به د جرګې عمومي ناسته په دې اړه پرېکړه کوي.

بېځایه لګښتونه

په یاده جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید احمد خادم وایي چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې شوې مرستې ۷۰ سلنه یې بېځایه لګولو شوې دي.

هغه بې له دې چې د چا نوم واخلي، زیاته کړه چې د کرونا ویروس د یوشمېر چارواکو لپاره په یوه عایداتي پروژه بدل شویاو هغه مرستې چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ترسره کېږي، باید په سم ډول نظارت شي.

د سمنګان د خلکو استازي ضیاءالدین ضیاء وویل چې د وکیلانو موندنو پر اساس، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې مرستې ۷۰ سلنه بېځایه لګول شوې دي او له کرونا سره د عامې روغتیا وزارت او عالي دولتي کمېټې د مبارزې مسوولین باید د ځواب ورکولو لپاره دې جرګې ته راوغوښتل شی.

د جرګې یوشمېر نورو غړوهم ورته څرګندونه درلودېاود جرګې عمومي ناستې ته یې د مسوولانو د استجواب غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس وویل چېد عامې روغتیا وزارت د سرپرست د استجواب په اړه به د یادې جرګې د رییسانو په کمېټه کې پرېکړه کېږي.

هغه وایي چې د حکومت له کړنو څارنه، د ملي شورا د صلاحیتونو برخه ده او په همدې موخه مسوولین د دې جرګې یوې ناستې ته راغواړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست