کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): د عامې روغتیا وزیر وايي، په کندهار کې د روغتیايي خدماتو او د کرونا د مخنیوي په موخه د شوو لګښتونو ارزونه او څېړنه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبرې غونډه کې وکړې.
ډاکټر احمد جواد عثماني نن د چنګاښ په ۵مه د روغتیا وزارت او په ولسي جرګې د کندهار د خلکو د یو شمېر استازو په ملتیا دې ولایت ته سفر وکړ، لومړی یې د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره ولیدل او وروسته یې د کرونا لپاره له ځانګړي شوي روغتون څخه لیدنه وکړه او همالته یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
عثماني وویل، د کندهار تر څنګ د سوېلي زون هلمند او زابل ولایتونو ته هم سفر کوي، څو په دغو ولایتونو کې روغتیايي خدمات وارزوي او د کرونا د مخنیوي په موخه د شوو لګښتونو څېړنه وکړي.
هغه ومنله چې د خدماتو په وړاندې کولو کې ستونزې شته او امکانات کم دي خو دوی غواړي، خدمات ښه کړي او د روغتیا په برخه کې تجهیزات ډېر کړي.
ده وویل، له ده سره د روغتیا وزارت مالي او ادارې پلاوی هم ملتیا کوي څو د کرونا د مخنیوي په موخه له اړوندو مسوولینو سره د شوو لګښتونو په تړاو یو په یو حساب وکړي.
د ده په خبره، که پر چا هم فساد او خیانت ثابت شي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
عثماني زیاته کړه چې کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته تر سفر او د وضعیت تر څېړلو وروسته به په یوه خبري کنفرانس کې له ولس او رسنیو سره د خپلې ارزونې او څېړنې پایلې شریکې کړي.
ده د خپلو خبرو په دوام ومنله چې د کندهار د میرویس روغتون تشکیل او تجهیزات کم دي، تخصصي روغتونونه نشته، د خوراک او درملو د تجزیې لابراتور له جوړولو درې څلور کاله تېرېږي خو بشپړ شوی نه دی، د عدلي طب خدمات نشته چې دی به یې د ولسي جرګې له غړو سره یو ځای څېړنه کوي.
عثماني په هېواد کې د کرونا د عمومي وضعیت په اړه وویل، دا چې د هېواد په کچه په څلوریشت ساعتونو کې د ۲ زره ټیسټونو کولو وړتیا لري، نو ځکه په دې برخه کې کره شمېرې نه شي وړاندې کېدای.
خو ده خبر ورکړ چې د یوې سروې په مټ هڅه کوي تر راتلونکې اوونۍ د هېواد په کچه د کرونا په وایرس د مصاب شوو، مړو شوو او رغېدلو ناروغانو تخمیني شمېرې وړاندې کړي.
د کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، په دې ولایت کې شته روغتیايي خدمات د قناعت وړ نه دي، هم اصلاحاتو ته اړتیا ده او هم تخنیکي اسانتیاوو ته.
login or register a new account.