منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د عامې روغتیا وزیر: د کرونا د لګښتونو یو په یو حساب کوو

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کندهار (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): د عامې روغتیا وزیر وايي، په کندهار کې د روغتیايي خدماتو او د کرونا د مخنیوي په موخه د شوو لګښتونو ارزونه او څېړنه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبرې غونډه کې وکړې.

ډاکټر احمد جواد عثماني نن د چنګاښ په ۵مه د روغتیا وزارت او په ولسي جرګې د کندهار د خلکو د یو شمېر استازو په ملتیا دې ولایت ته سفر وکړ، لومړی یې د دې ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره ولیدل او وروسته یې د کرونا لپاره له ځانګړي شوي روغتون څخه لیدنه وکړه او همالته یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

عثماني وویل، د کندهار تر څنګ د سوېلي زون هلمند او زابل ولایتونو ته هم سفر کوي، څو په دغو ولایتونو کې روغتیايي خدمات وارزوي او د کرونا د مخنیوي په موخه د شوو لګښتونو څېړنه وکړي.

هغه ومنله چې د خدماتو په وړاندې کولو کې ستونزې شته او امکانات کم دي خو دوی غواړي، خدمات ښه کړي او د روغتیا په برخه کې تجهیزات ډېر کړي.

ده وویل، له ده سره د روغتیا وزارت مالي او ادارې پلاوی هم ملتیا کوي څو د کرونا د مخنیوي په موخه له اړوندو مسوولینو سره د شوو لګښتونو په تړاو یو په یو حساب وکړي.

د ده په خبره، که پر چا هم فساد او خیانت ثابت شي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

عثماني زیاته کړه چې کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته تر سفر او د وضعیت تر څېړلو وروسته به په یوه خبري کنفرانس کې له ولس او رسنیو سره د خپلې ارزونې او څېړنې پایلې شریکې کړي.

ده د خپلو خبرو په دوام ومنله چې د کندهار د میرویس روغتون تشکیل او تجهیزات کم دي، تخصصي روغتونونه نشته، د خوراک او درملو د تجزیې لابراتور له جوړولو درې څلور کاله تېرېږي خو بشپړ شوی نه دی، د عدلي طب خدمات نشته چې دی به یې د ولسي جرګې له غړو سره یو ځای څېړنه کوي.

عثماني په هېواد کې د کرونا د عمومي وضعیت په اړه وویل، دا چې د هېواد په کچه په څلوریشت ساعتونو کې د ۲ زره ټیسټونو کولو وړتیا لري، نو ځکه په دې برخه کې کره شمېرې نه شي وړاندې کېدای.

خو ده خبر ورکړ چې د یوې سروې په مټ هڅه کوي تر راتلونکې اوونۍ د هېواد په کچه د کرونا په وایرس د مصاب شوو، مړو شوو او رغېدلو ناروغانو تخمیني شمېرې وړاندې کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، په دې ولایت کې شته روغتیايي خدمات د قناعت وړ نه دي، هم اصلاحاتو ته اړتیا ده او هم تخنیکي اسانتیاوو ته.

ده زیاته کړه، هم په ولس کې ستونزې شته او هم په موږ کې، خو موږ هم اصلاحات غواړو او ولس یې هم غواړي.

ده وویل، حاضر دی چې د دې ولایت لپاره له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شوو ۱۰۰ میلیونه افغانیو د ذرې ذرې حساب ولس او رسنیو ته ورکړي.

د ده په خبره، دی په خپله هم له فساده مستثنی نه دی، خبریالان کولای شي له تدارکاتي کمېټې سره کښېني، پر هر قرارداد بحث وکړي، په هر ځای کې چې فساد شوی وي، افشا یې کړي.

خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي چې د روغتیا له وزیر سره په دې سفر کې ملتیا کوي، وايي، خلکو په وار وار د کرونا ناروغانو د درملنې او په دې برخه کې په شوو لګښتونو کې د فساد په اړه دوی ته شکایتونه کړي دي.

 

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید مقتدا میران پژواک ته وویل، خلکو تماسونه نیول، د فساد په اړه یې شکایتونه کول خو کله چې مو له چارواکو سره خبرې کولې نو هغوی به ویل چې هر څه سم روان دي.

 

دی زیاتوي، کله چې په دې برخه کې اتهامات، ادعاوې او جنجالونه ډېر شول نو د عامې روغتیا له وزیر سره یې ۶ ځلې ولیدل څو د وضعیت ارزونه او څېړنه وکړي.

 

د ده په خبره، د خلکو په استازولۍ به د عامې روغتیا له وزیر سره یو ځای د ادعاوو او اتهاماتو او د فساد د تورونو څېړنه کوي.

 

د میران د ادعا له مخې، ډېرې پیسې هوايي مصرف شوي چې دوی به یې په اړه اسناد او شواهد له وزیر سره شریکوي.

 

په ولسي جرګه کې د کندهار بل استازي ګل احمد کمین پژواک ته وویل، له کرونا سره په مبارزه کې د فساد او ناسمو روغتیايي خدماتو له امله ولس د عامې روغتیا پر سکتور باور بایللی او ان د کرونا جدي ناروغان هم د درملنې لپاره د کرونا ځانګړي شوي روغتون ته مراجعه نه کوي.

هغه زیاته کړه، په کندهار کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر ۱۸ تنه ښودل کېږي، په داسې حال کې چې په دې ولایت کې هره ورځ د دغې ناروغۍ له امله له ۵۰ تر ۶۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي او سلګونه زره وګړي په دې ناروغي اخته شوي دي.

ده وویل: ((له مسوولو چارواکو باید وپوښتو چې د کرونا له امله د مړینو مسوول څوک دی؟ د کرونا د مخنیوي په موخه ځانګړې شوې پیسې چېرې لګېدلې؟ خریدارۍ ولې تر بازار څو برابره لوړې شوې؟))

دی وايي، په کندهار کې د کرونا د مخنیوي اوسنی وضعیت په هیڅ توګه د کندهار د خلکو لپاره د منلو نه دی او دلته اوږدمهاله اصلاحاتو ته اړتیا ده.

 

د عامې روغتیا وزیر د ولسي جرګې له وکیلانو سره یو ځای په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي چې خلک هم له کرونا سره په مبارزه کې د پراخ فساد خبره کوي او وايي په دې برخه کې شته خدمات ډېر نیمګړي او ان پر نشت حساب دي.

له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شوو ۱۰۰ میلیونو افغانیو لپاره تدارکاتي کمېټه د کندهار د مرستیال والي حاجي اغا لالی دستګیري په مشرۍ جوړه شوې چې ولايتي شورا، سيکتوري رياست، مستوفيت، ښاروالي، د عامې روغتیا، عينو روغتون، حج و اوقاف، ملي امنيت او څارنوالۍ رياستونو او مدني ټولنې استازي یې غړیتوب لري.

دغه کمېټه وايي، له یاد شوې بودیجې تر دې مهاله څه له پاسته ۵۲ میلیونه افغانۍ د ۲۲ قراردادونو له لارې د اجناسو او لارمو موادو د خريدارۍ لپاره لګلو شوي دي.

کمېټه زیاتوي، د تدارکاتي کميتې مسوولین هر وخت د لګول شوو پیسو په تړاو وضاحت او مستند ځواب ویلو لپاره ځانونه ژمن بولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized