Language

پژواک، د وينټلاټورونو له دستګاه ګانو څخه د څارنې جزئيات له خلکو سره شريکوي

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٩): پژواک د عامې روغتيا وزارت له لوري د ونټلاټورونو د ١٧ورک شويو دستګاه ګانو له بېرته پيدا کېدو څخه هرکلى کوي او وايي چې دغې ادارې په ټول هېواد کې د ونټلاټورونو څارنه پيل کړې او په دغه برخه کې هر ډول ترلاسه کېدونکي اطلاعات له خلکو سره شريکوي.

د عامې روغتيا وزارت د ونټلاټورونو وروستي لېست رسنيو او ارګ ته استولى، خو پژواک داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې کوم ونټلاټورونه چې د وزارت په وروستي لېست کې ذکر شوي، شتون نه لري.

درې ورځې وړاندې پژواک هغه راپور خپور کړ چې له مخې يې د مصنوعي تنفس (ونټلاټور) ٣٢ دستګاه ګانې چې له افغانستان سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته شوې وې، پاکستان ته قاچاق شوې دي.

داسې مهال يادې دستګاه ګانې پاکستان ته قاچاق کيږي چې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر کسانو د يادو دستګاه ګانو د کموالي له امله په روغتونونو کې ساه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت ماليي او اداري مرستيال شفيق شهيم دوه ورځې وړاندې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د کرونا ويروس له خپرېدو وړاندې ٢٢٥ د ونټلاټور دستګاه ګانې د هېواد په دولتي روغتونونو کې موجودې وې.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت له لوري چې کوم لېست رسنيو او ارګ ته استول شوى، په کې ويل شوي چې د هېواد په دولتي روغتونونو کې ٢٢٥ پايې د ونټلاټور دستګاه ګانې شته دي.

د دغو دستګاه ګانو له ډلې څخه ٧٠ په کابل، ٢٠ په ننګرهار، ١٩ په هرات، ١٣ په غزني، لس په تخار، اووه په پکتيا، شپږ په پکتيکا، شپږ په سرپل، شپږ په هلمند، پنځه په کندهار، پنځه سمنګان، پنځه په خوست، پنځه په بلخ، څلور په بدخشان، څلور په باميان، څلور په کاپيسا، څلور کونړ، څلور کندوز، څلور په لوګر، څلور په ميدان وردګ، درې په بغلان، درې په لغمان، درې په اروزګان، دوه په بادغيس، دوه په دايکنډي، دوه په فراه، دوه په نورستان، يوه په فارياب، يوه په پروان او يوه هم زابل ولايتونو کې دي.

login or register a new account.