منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پژواک، د وينټلاټورونو له دستګاه ګانو څخه د څارنې جزئيات له خلکو سره شريکوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٩): پژواک د عامې روغتيا وزارت له لوري د ونټلاټورونو د ١٧ورک شويو دستګاه ګانو له بېرته پيدا کېدو څخه هرکلى کوي او وايي چې دغې ادارې په ټول هېواد کې د ونټلاټورونو څارنه پيل کړې او په دغه برخه کې هر ډول ترلاسه کېدونکي اطلاعات له خلکو سره شريکوي.

د عامې روغتيا وزارت د ونټلاټورونو وروستي لېست رسنيو او ارګ ته استولى، خو پژواک داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې کوم ونټلاټورونه چې د وزارت په وروستي لېست کې ذکر شوي، شتون نه لري.

درې ورځې وړاندې پژواک هغه راپور خپور کړ چې له مخې يې د مصنوعي تنفس (ونټلاټور) ٣٢ دستګاه ګانې چې له افغانستان سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره مرسته شوې وې، پاکستان ته قاچاق شوې دي.

داسې مهال يادې دستګاه ګانې پاکستان ته قاچاق کيږي چې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر کسانو د يادو دستګاه ګانو د کموالي له امله په روغتونونو کې ساه ورکړې ده.

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت ماليي او اداري مرستيال شفيق شهيم دوه ورځې وړاندې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د کرونا ويروس له خپرېدو وړاندې ٢٢٥ د ونټلاټور دستګاه ګانې د هېواد په دولتي روغتونونو کې موجودې وې.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت له لوري چې کوم لېست رسنيو او ارګ ته استول شوى، په کې ويل شوي چې د هېواد په دولتي روغتونونو کې ٢٢٥ پايې د ونټلاټور دستګاه ګانې شته دي.

د دغو دستګاه ګانو له ډلې څخه ٧٠ په کابل، ٢٠ په ننګرهار، ١٩ په هرات، ١٣ په غزني، لس په تخار، اووه په پکتيا، شپږ په پکتيکا، شپږ په سرپل، شپږ په هلمند، پنځه په کندهار، پنځه سمنګان، پنځه په خوست، پنځه په بلخ، څلور په بدخشان، څلور په باميان، څلور په کاپيسا، څلور کونړ، څلور کندوز، څلور په لوګر، څلور په ميدان وردګ، درې په بغلان، درې په لغمان، درې په اروزګان، دوه په بادغيس، دوه په دايکنډي، دوه په فراه، دوه په نورستان، يوه په فارياب، يوه په پروان او يوه هم زابل ولايتونو کې دي.

خو د پژواک د چنګاښ په درېیمه خپور شوي راپور کې د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له قوله ویل شوي چې ددې نوملړ له مخې، له دوی سره چین د مصنوعي تنفس د څلورو الو، ترکیې د درېیو، ایران د درېیو او روغتیا سازمان د ۲۷ نورو الو مرسته کړې ده.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل:"روغتیا وزارت مخکې۲۷۰ یادې الې لرلې، ۴۰ یې خرابې شوي، ځکه څوک پرې نه پوهېدل او اړتیا یې هم نه وه چې وکارول شي؛ له همدې امله اوس داسې یوه تخنیکي کس ته ضرورت دی چې دغه الې بېرته جوړې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني تېره ورځ پر خپله ټویټرپاڼه له کرونا سره د مقابلې لپاره د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د وینټلاټورنو د مرستې نوملړ خپور کړی دی.

د هغه نوملړ له مخې چې روغتیا وزارت خپور کړی، تر اوسه ۵۴ د مصنوعي تنفس الې مرسته شوي چې ۸ یې روغتیا نړیوال سازمان، لس ترکیې، یو وينټلاټور د ترکیې د ټیکا په نوم موسسې، دوه ایران او ۷ نورې الې د قطر هېواد د الغرافه په نوم موسسې مرسته کړې او د ۲۶ نورو يې د مرسته کوونکو بنسټ او هېواد نه دی ښودلی.

په یاد لېست کې له یادو ۵۴ وينټلاټورونو څخه ۳۰ الې ۱۳ ولایتونو ته او ۲۴ نورې په مرکزي زېرمتون کې دي.

خو د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل د عامې روغتيا وزارت په لېست کې د ١٧ نورو دستګاه ګانو اضافه کولو ته په اشارې سره وايي: ((څو ورځې وړاندې مې دوى ته وويل چې لس دستګاه ګانې ترکيې هېواد او اووه نورې قطر مرسته کړې ده، خو د عامې روغتيا وزارت په لېست کې نشته دي چې اوس يې په لېست کې اضافه کړي او زه يې د دغه کار هرکلى کوم.))

هغه هيله مند دى چې د عامې روغتيا وزارت په لېست کې نوره لاسوهنه ونه کړي او وايي، پژواک دغه قضيه په جدي توګه څاري او د راپورونو په چوکاټ کې يې د خلکو قضاوت ته وړاندې کوي.

نوموړى وايي، پژواک هغه اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې د ونټلاټورونو کوم وروستى لېست چې د عامې روغتيا وزارت له رسنيو سره شريک کړى، دغه ډول ونټلاټورونه موجود نه دي.

د دانش په وينا، پژواک په ټول هېواد کې د ونټلاټورونو څارنه پيل کړې او په دغه برخه کې کره معلومات له خلکو سره شريکوي، ترڅو هغوى په دغه برخه کې قضاوت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت وياند اکمل سمسور ويلي و چې په هېواد کې د تنفس درې سوه مصنوعي دستګاه ګانې شته خو ځينې خرابې شوي چې د تخنيکي ټيم د نشتوالي له امله تر اوسه بېرته نه دي جوړې شوې.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized