منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د ډیموکراټانو له بریا وروسته د اې‌ای په اړه اندېښنې؛ د ټکنالوژۍ شرکتونو ونډې راولوېدې

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټانو له بریا وروسته، د مصنوعي ځیرکتیا پر صنعت د سختو مقرراتو د لګېدو په اړه د پانګه‌والو د اندېښنو له امله، د امریکا او اسیا په مالي بازارونو کې د ټکنالوژۍ شرکتونو د ونډو بیې په پراخه کچه راټیټې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، پانګه‌وال اندېښنه لري چې ډیموکراټان به په کانګرېس او ایالتي حکومتونو کې له خپل نوي سیاسي ځواک څخه په استفادې، د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو د مرکزونو پر فعالیتونو څارنه زیاته کړي او د دغو مرکزونو د پراختیا بهیر به ورو کړي.

سرچینې لیکلي چې د همدې اندېښنو له امله، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ټکنالوژۍ شرکتونو د ونډو مهم شاخص «ناسډاک» ۵.۵ سلنه راولوېد چې د تېرو شاوخوا ۱۹ میاشتو تر ټولو ستر ورځنی کمښت بلل کېږي.

د راپور له مخې، دغه وضعیت د جمعې په ورځ د اسیا مالي بازارونو ته هم وغځېد او د جاپان د ونډو «نیکې» شاخص شاوخوا شپږ سلنه راټیټ شو، په داسې حال کې چې د سویلي کوریا او تایوان بازارونو هم د پام وړ زیانونه ولیدل.

رویټرز لیکلي چې د سویلي کوریا د سامسونګ او «اېس‌کې هاینیکس» او د تایوان د «ټي‌اېس‌اېم‌سي» په ګډون، د مصنوعي ځیرکتیا د چپونو تولیدوونکو سترو شرکتونو د ونډو بیې هم راټیټې شوې دي.

د راپور له مخې، د پانګه‌والو اندېښنې یوازې د ډیموکراټانو له بریا سره تړاو نه لري؛ بلکې د مصنوعي ځیرکتیا پر زیربناوو د پراخو لګښتونو، د دغو پانګونو د ګټورتیا او د معلوماتو د مرکزونو له جوړېدو سره د خلکو د مخالفت په اړه پوښتنې هم زیاتې شوې دي.

د مالي بازارونو کارپوهانو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا د مرکزونو د جوړولو لپاره د سختو شرایطو وضع کېدل، د دغې ټکنالوژۍ د صنعت د پراختیا بهیر اغېزمنولای شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ټکساس ایالت نوې ټاکل شوې والي جینا هینوجوسا هم ویلي چې حکومت به یې د معلوماتو د مرکزونو د اغېزو په اړه د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره نوي قوانین وضع کړي.

بلخوا، ځینو اقتصادي شنونکو ویلي چې د ونډو د بیو اوسنی کمښت ښايي تر اړتیا ډېر شدید وي؛ خو د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت د راتلونکې او د احتمالي مقرراتو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر د درېیمې په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراټانو د امریکا په کانګرېس کې اکثریت ترلاسه کړی او تمه کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت او سترو ټکنالوژۍ شرکتونو پر فعالیتونو څارنه زیاته کړي.