کابل (پژواک) – په کینیا کې یوې محکمې د یوې مذهبي فرقې مشر پال مکینزي د ۱۹۰ ماشومانو د قصدي لوږې او مستقیمې وژنې په تور «پر ۲۰۰ کاله بند» محکوم کړ.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه حکم د جمعې په ورځ (د نومبر ۶مه) د محکمې د قاضي دیانا کاوېډزا له لوري صادر شو چې له مخې یې نوموړی د لوږې له لارې د وژنې په تور پر ۱۰۰ کاله او د مستقیمې وژنې په تور پر ۱۰۰ کاله نور بند محکوم شوی دی.
د څارنوالانو د معلوماتو له مخې، مکینزي چې د کینیا په ختیځ کې په یوه ځنګل کې یې د نړۍ پر نږدې پای ته رسېدو باور لرونکې د یوې عیسوي فرقې مشري کوله، خپلو پیروانو ته یې امر کړی و چې ځانونه او خپل ماشومان له خوړو محروم کړي، څو د قیامت له رارسېدو مخکې جنت ته ولاړ شي.
څارنوالانو ویلي چې د مکینزي ملګرو د ګواښونو او وهلوټکولو له لارې قربانیان د نوموړي د امرونو منلو ته اړ ایستل. د سختې لوږې له امله د مړو شویو کسانو جسدونه په کمژورو قبرونو او د تشنابونو په کندو کې موندل شوي او یو شمېر قربانیان ژوندي هم خښ شوي وو.
رویټرز لیکلي چې مکینزي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې وو چې هېڅوک یې لوږې تېرولو ته نه وو اړ کړي؛ خو محکمې د هغه دفاعي څرګندونې ونه منلې.
په راپور کې راغلي چې د نوموړي ۲۸ ملګري هم له ۱۰ تر ۱۶۰ کلونو بند محکوم شوي دي.
بلخوا، د قربانیانو کورنیو د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او له حکومته یې غوښتي چې د ورکو کسانو د موندلو او د هغوی د جسدونو د پېژندلو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د یادونې ده، د کینیا د قوانینو له مخې، یو کس د بېلابېلو جرمونو له امله پر څو جلا بندي سزاوو محکومېدای شي چې مجموعي موده یې د انسان له طبیعي عمره هم اوږدېدای شي. د ۲۰۰ کلونو بند سزا دا معنا نه لري چې محکوم باید دومره عمر وکړي، بلکې د بېلابېلو جرمونو لپاره د ټاکل شوو سزاوو مجموعه ده.










