منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۸ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سپینې ماڼۍ ته نږدې د یوه داسې کس نیول کېدل چې ادعا کوي په ذهن کې یې غږونو د ټرمپ د وژلو امر ورته کاوه

· ۲ دقیقې لوستل
DHS

کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د امریکا استخباراتي او امنیتي ادارې سپینې ماڼۍ ته نږدې یو وسله‌وال کس نیولی چې درې میله وسلې ورسره وې او د امریکايي چارواکو په وینا، ادعا یې کړې چې په ذهن کې یې غږونو ورته ویل چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ووژني.

د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې دغه کس د پنجشنبې په شپه هغه مهال ونیول شو چې د امریکا استخباراتي او امنیتي ادارې (سېکرېټ سروېس) مامورینو سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه ولاړ موټر کې د هغه شکمن چلند ولید.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس چې «روني یوردریکس ګوانیپا چرینوس» نومېږي، مامورینو ته ویلي چې په ذهن کې یې غږونو ورته امر کاوه چې واشنګټن ته ولاړ شي او ډونالډ ټرمپ ووژني.

سرچینې لیکلي چې مامورینو له پلټنې وروسته موندلې چې د شکمن کس موټر غلا شوی و او په هغه کې درې میله بېلابېلې وسلې او لسګونه مرمۍ هم موجودې وې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې شکمن کس د وینزویلا وګړی دی او د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د ټکساس ایالت له لارې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوی و.

د دغه وزارت په وینا، پر نوموړي تورونه لګول شوي او اوس مهال په توقیف کې دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وېن مولین ویلي چې د سېکرېټ سروېس مامورینو دغه وسله‌وال کس مخکې له دې چې چا ته زیان ورسوي، سپینې ماڼۍ ته نږدې نیولی دی.

سپینې ماڼۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او خبریالان یې د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د کورني امنیت وزارت او سېکرېټ سروېس ادارې ته راجع کړي دي.

اسوشیټېډپرېس لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې واک ته د ټرمپ له بیا رسېدو راهیسې، سېکرېټ سروېس او د امریکا نورو امنیتي ادارو د ولسمشر او د هغه د کورنۍ د غړو د وژلو د ګواښونو په تور څو کسان نیولي دي.