لښکرګاه (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٩): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د ماين چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد د چنګاښ په اتمه رسنيو ته وويل چې نن له غرمې وروسته د واشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى دى، خو ډېرى وخت حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په لويو لارو کې ماينونه د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري امنیتي ځواکونو ته خښېږي چې بيا پر ملکي خلکو چاودنه کوي.
د دولت وسله والو مخالفینو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن