کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اکسیجن په قرارداد کې د جدي نظارت نشتوالي له امله د کوېد ــ ۱۹ روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور چې نن یې په کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې، وویل چې د کوید – ۱۹ روغتونونو لپاره د اکسیجن د اړتیا پوره کولو په موخه له شپږو شرکتونو سره تړونونه لري.
هغه زیاته کړه چې د جدي نظارت له امله څه موده په روغتونونو کې د اکسیجن ستونزه حل وه؛ خو په څو وروستیو ورځو کې د نظارت د جدیت له کمېدو سره روغتونونه د اکسیجن له ستونزې سره مخ شوي دي.
نوموړي، د پایوازانو له خوا د اکسیجن د بالونونو ریزف کول، د اړتیا په وخت کې د قراردادي شرکتونو له خوا د اکسیجن نه تیارول او په اکسیجن کې ضایعات د اکسیجن د کموالي یوه بله ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې د دغې ستونزې د حل هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاریان وایي، د روغتیا په سکټور کې د فساد له امله، ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي او هغه روغتونونه چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې مسوولیت لري، د اکسیجن د کموالي له امله یې ناروغان مړه کېږي.
سمسور د خپلو خبرو په دوام کې د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو نه ورکولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د یوشمېر روغتیایي کارکوونکو معاشونه د دوی د بانکي حسابونو د نه لرلو له امله نه دي ورکړل شوي. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزه به ژر حل او د دولتي روغتیایي کارکوونکو معاشونه به ورکړل شي.
هغه په هېواد کې د موجودو وینټلاټورونو شمېرته اشاره وکړه، ویې ویل:«د افغانستان په روغتیایي سکټور کې مو له کرونا مخکې ۲۲۵ وینټلاټورونه لرل او ۵۴ مرسته شوي چې د ټولو شمېر ۲۷۹ ته رسیږي او دا په یاد ولرئ چې خصوصي روغتونونه یې هم لري او که د شخصي او امنیت روغتونونو، پولیسو او ملي اردو روغتونونو چې دغه ماشینونه لري جمع کړو، د ټولو شمېر ۳۰۰ وینټلاټورونو ته رسیږي.»
د عامې روغتیا وزارت ویاند د کرونا تازه پېښو ته په اشارې وویل چې د هېوادوالو له خوا روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول او مراعاتول د دې سبب شوې دي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ثابت حالت اختیار کړي.
هغه زیاته کړه:«که موږ همداراز ثابت حالت وساتلای شو، د دې امکان شته چې په راتلونکو اوونیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورو ورو را کم شي.»
په افغانستان کې تراوسه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٣١٢٣٨ ته لوړ شوی، ۷۴۹ مړه او ١٣٩٣٤ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.