منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د جدي څار نشتوالي امله په روغتونونو کې اکسیجن کم شوی”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اکسیجن په قرارداد کې د جدي نظارت نشتوالي له امله د کوېد ــ ۱۹ روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور چې نن یې په کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې، وویل چې د کوید – ۱۹ روغتونونو لپاره د اکسیجن د اړتیا پوره کولو  په موخه له شپږو شرکتونو سره تړونونه لري.

هغه زیاته کړه چې د جدي نظارت له امله څه موده په روغتونونو کې د اکسیجن ستونزه حل وه؛ خو په څو وروستیو ورځو کې د نظارت د جدیت له کمېدو سره روغتونونه د اکسیجن له ستونزې سره مخ شوي دي.

نوموړي، د پایوازانو له خوا د اکسیجن د بالونونو ریزف کول، د اړتیا په وخت کې د قراردادي شرکتونو له خوا د اکسیجن نه تیارول او په اکسیجن کې ضایعات د اکسیجن د کموالي یوه بله ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې د دغې ستونزې د حل هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاریان وایي، د روغتیا په سکټور کې د فساد له امله، ناروغانو ته پاملرنه نه کېږي او هغه روغتونونه چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې مسوولیت لري، د اکسیجن د کموالي له امله یې ناروغان مړه کېږي.

سمسور د خپلو خبرو په دوام کې د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو نه ورکولو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د یوشمېر روغتیایي کارکوونکو معاشونه د دوی د بانکي حسابونو د نه لرلو له امله نه دي ورکړل شوي. هغه ژمنه وکړه چې دغه ستونزه به ژر حل او د دولتي روغتیایي کارکوونکو معاشونه به ورکړل شي.

هغه په هېواد کې د موجودو وینټلاټورونو شمېرته اشاره وکړه، ویې ویل:«د افغانستان په روغتیایي سکټور کې مو له کرونا مخکې ۲۲۵ وینټلاټورونه لرل او ۵۴ مرسته شوي چې د ټولو شمېر ۲۷۹ ته رسیږي او دا په یاد ولرئ چې خصوصي روغتونونه یې هم لري او که د شخصي او امنیت روغتونونو، پولیسو او ملي اردو روغتونونو چې دغه ماشینونه لري جمع کړو، د ټولو شمېر ۳۰۰ وینټلاټورونو ته رسیږي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند د کرونا تازه پېښو ته په اشارې وویل چې د هېوادوالو له خوا روغتیایي لارښوونې په پام کې نیول او مراعاتول د دې سبب شوې دي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ثابت حالت اختیار کړي.

هغه زیاته کړه:«که موږ همداراز ثابت حالت وساتلای شو، د دې امکان شته چې په راتلونکو اوونیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورو ورو را کم شي.»

په افغانستان کې تراوسه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٣١٢٣٨ ته لوړ شوی، ۷۴۹ مړه او ١٣٩٣٤ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا