کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې د غړو موټرو ته د ځانګړو پلېټونو وېش راتلونکې اوونۍ په داسې حال کې پیلېږي چې د یو شمېر وکیلانو په خبره، اوس مهال د ولسي جرګې د درې زره «و- ج» په نوم پلېټونه په غیر قانوني ډول استفاده کېږي.
د روانې چنګاښ میاشتې په دویمه د ولسي جرګې غړو ویلي وو چې د دې جرګې د «و - ج» درې زره ځانګړي پلېټونه یو شمېر کسان په غیر قانوني ډول خپلو موټرو کې استفاده کوي چې د اندېښنې وړ دي.
دغه راز د پژواک خبري اژانس د یوه خبر پر اساس چې د ۱۳۹۷ کال په مرغومي کې خپور شوی، د ولسي جرګې له پنځو «م-ج» او مشرانو جرګې د پنځو «و-ج» پلېټونو پرته چې د ملي شورا د مجلسونو د داري پلاوي اړوند دي، پاتې ټول دا ډول پلېټونه چې د ملي شورا ډېری غړو جوړ کړي، غیر قانوني دي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د یادې جرګې د کورني امنیت کمېسیون د هڅو پر اساس، د ولسي جرګې د غړو لپاره ځانګړي پلېټونه چاپ شوي او ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به یې وکیلانو ته د وېش لړۍ پیل شي.
هغه وایي چې د پلېټونو په وېش سره د جرګې له غړو پرته هېڅوک نه شي کولای له دغو ځانګړو پلېټونو ګټه واخلي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې د دارالانشا رییس عبدالمقتدر ناصري له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د دې جرګې د ټولو غړو نوملړ تیار او حکومت ته استول شوی څو هغه نوي پلېټونه چې چاپ شوي، د دې جرګې غړو ته هم ووېشل شي.
هغه وایي چې د مشرانو جرګې هر غړي ته درې جوړې ځانګړي پلېټونه ورکول کېږي چې د وکلات د دورې له پای ته رسېدو وروسته له هغوی بېرته راټول او هغه کسانو ته چې تازه ملي شورا ته لار مومي، وېشل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP