کندهار ښار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹) : د کندهار او هلمند ولایتونو په دوو بېلابېلو چاودنو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۱۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن شاوخوا نهه بجې د کندهار- اروزګان پر لویه لاره د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د کرم کارېز په سیمه کې چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د ملکي وګړو پر یوه لنډ کروزر موټر هغه مهال د سړک غاړې ماین وچاودېد چې له کندهاره ارزوګان ته روان و. دی وايي، په دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي چې ماشومان او لویان دي.
د ده په خبره، ټپیان د پولیسو له خوا روغتون ته رسول شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.
بارکزي وویل، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و. خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ کې ماین چاودنې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې وویل چې نن سهار د ناوې ولسوالۍ د منګلزو په سیمه کې پر یوه مازدا موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او یوتن ټپي دی.
وسله والو طالبانو ددې چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن