Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسي جرګه: د سیمه ییزو ارګانونو معین دې له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي شي

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د سیمه ییزو ارګانونو د معین له خوا د احمدشاه بابا د "امپراتور" لقب حذفول د احمدشاه بابا شخصیت ته سپکاوی وباله او د هغه له دندې د ګوښه کېدو او څارنوالۍ ته د ور پېژندلو غوښتنه یې وکړه.

د دوو مکتوبونو پر اساس چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلي، د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ او مسلکي د معین محمد سرور جوادي، احمدشاه بابا د امپراتور په توګه نه مني.

د مکتوب په کاپي کې چې پژواک ته رسېدلې، راغلي چې جوادي د امپراتور پر لقب خط کش کړی او همکارانو ته یې لارښوونه کړې چې مکتوب اصلاح کړي او د بل مکتوب په کاپي کې د امپراتور کلمه نه ده ذکر شوې.

دغه مکتوب د احمدشاه بابا د حرم سرای د بیارغونې په موخه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا جوادي ته د لاسلیک په موخه استول شوی و.

د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ او مسلکي معین کړنه نن د ولسي جرګې د غړو له غبرګونونو سره مخ شوه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ارین یون دوو مکتوبونو او د امپراتور کلمې خذف ته په اشاره وویل، احمدشاه بابا د افغانانو افتخار دی او د سیمه ییزو ارګانونو معین د هغه سپکاوی کړی دی.

هغې له جزئیاتو پرته د جرګې غړو ته په اشارې سره وویل: «د سلیماني د برګټیانو پر وړاندې مو غږونه اوچت کړئ، هغه باید له دندې لرې او څارونوالۍ ته ور وپېژندل شي.»

په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمود خان نصرت وویل چې د سیمه ییزو ارګانونو معین د احمد شاه بابا شخصیت ته سپکاوی کړی او باید له دنده لرې شي.

هغه وویل چې احمدشاه بابا د افغانستان مؤسس و او هېڅوک نه شي کولای د هغه له قهرمانیو سترګې پټې کړي.

هغ وایي چې خلک د دغه سپکاوي پر وړاندې چوپتیا نه غوره کوي او حکومت باید هغه څارنوالۍ ته معرفي کړي؛ ځکه هغه د جنایت مرتکب شوی دی.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د امپراتور کلمې حذف سپکاوی وباله او د هغه د له دندې ګوښه کېدو او څارنوالۍ ته د ورپېژندو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د احمدشاه بابا له نومه د امپراتور کلمې حذف ته په اشارې وویل چې ټول دولتي مقامات اړ دي چې قهرمانانو ته احترام ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.