کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د سیمه ییزو ارګانونو د معین له خوا د احمدشاه بابا د "امپراتور" لقب حذفول د احمدشاه بابا شخصیت ته سپکاوی وباله او د هغه له دندې د ګوښه کېدو او څارنوالۍ ته د ور پېژندلو غوښتنه یې وکړه.
د دوو مکتوبونو پر اساس چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلي، د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ او مسلکي د معین محمد سرور جوادي، احمدشاه بابا د امپراتور په توګه نه مني.
د مکتوب په کاپي کې چې پژواک ته رسېدلې، راغلي چې جوادي د امپراتور پر لقب خط کش کړی او همکارانو ته یې لارښوونه کړې چې مکتوب اصلاح کړي او د بل مکتوب په کاپي کې د امپراتور کلمه نه ده ذکر شوې.
دغه مکتوب د احمدشاه بابا د حرم سرای د بیارغونې په موخه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا جوادي ته د لاسلیک په موخه استول شوی و.
د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ او مسلکي معین کړنه نن د ولسي جرګې د غړو له غبرګونونو سره مخ شوه.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ارین یون دوو مکتوبونو او د امپراتور کلمې خذف ته په اشاره وویل، احمدشاه بابا د افغانانو افتخار دی او د سیمه ییزو ارګانونو معین د هغه سپکاوی کړی دی.
هغې له جزئیاتو پرته د جرګې غړو ته په اشارې سره وویل: «د سلیماني د برګټیانو پر وړاندې مو غږونه اوچت کړئ، هغه باید له دندې لرې او څارونوالۍ ته ور وپېژندل شي.»
په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمود خان نصرت وویل چې د سیمه ییزو ارګانونو معین د احمد شاه بابا شخصیت ته سپکاوی کړی او باید له دنده لرې شي.
هغه وویل چې احمدشاه بابا د افغانستان مؤسس و او هېڅوک نه شي کولای د هغه له قهرمانیو سترګې پټې کړي.
هغ وایي چې خلک د دغه سپکاوي پر وړاندې چوپتیا نه غوره کوي او حکومت باید هغه څارنوالۍ ته معرفي کړي؛ ځکه هغه د جنایت مرتکب شوی دی.
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د امپراتور کلمې حذف سپکاوی وباله او د هغه د له دندې ګوښه کېدو او څارنوالۍ ته د ورپېژندو غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د احمدشاه بابا له نومه د امپراتور کلمې حذف ته په اشارې وویل چې ټول دولتي مقامات اړ دي چې قهرمانانو ته احترام ولري.
هغه د دې جرګې د کورنیو چارو امنیتي کمېسیون ته لارښوونه وکړه څو یاده قضیه په جدي ډول وڅېړي او راپور یې له تالار سره شریک کړي څو د سیمه ییزو ارګانونو د معین په اړه پرېکړه وشي.
د یادونې ده، محمد سرور جوادي پژواک ته ویلي: «یوه ملي او تاریخي شخص ته عنوان او لقب ورکول یا د عنوان او لقب لرې کول او دې ته ورته مثالونه زما قانوني صلاحیت نه دی، زه د داسې کس په توګه چې د قانون جوړولو په لویو پروسو کې دخیل وم، خپل قانوني صلاحیت ښه درک کولای شم.»
دی زياتوي: «تر کومه ځایه چې زما په ياد دي، کوم دقت او وسواس مې چې په دې اړه درلود، که د کار تراکم اجازه راکړي نو يو مکث پرې کوم، په یاد شوي مکتوب کې يو يا دوه ځايه د امپراتور پر ځای "امپراتو" ټايپ شوی و، بیا یې په شين قلم د «ر» توری وراضافه کړی و، زه معمولاً پر سټېکر خپل يادښتونه ليکم او پر مربوطه کاغذ يې نښلوم. ليکلي مې وو چې د لوی امپراتور کلمه اصلاح کړئ. او هر مکتوب چې په دويم ځل تر اصلاح وروسته د لاسليک لپاره راته راوړل شي نو جمله په جمله يې نه لولم او لاسليک کوم يې.
باوري یم چې زما له یادښت څخه د لوی امپراتور کلمې له اصلاح نه، دوی دا برداشت کړی چې دا کلمه دې لرې کړی شي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










