Language

کرونا د کندهار میرویس حوزوي روغتون د وینې له کمښت سره مخ کړی

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د کندهار میرویس روغتون چې د حوزې په کچه فعالیت کوي او هره ورځ د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې او ترافیکي پېښو ټپيان هم ورته راوړل کېږي، د وینې له کمښت سره مخ دی.

چارواکي وايي، له هغه وروسته چې په افغانستان کې د کرونا وبا خپره شوې، خلک زړه نه ښه کوي چې د دغه روغتون د امام حسین د وینې بانک ته وینه ورکړي چې له امله یې دوی نه شي کولای هغو ناروغانو ته وینه ورکړي چې وینې ته اړتیا لري.

د میرویس حوزوي روغتون د امام حسین د وینې د بانک مسوول ډاکټر اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، کرونا د ژوند د نورو چارو تر څنګ د وینې د بانک چارې هم اغېرمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، پخوا به یې په بانک کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ خلتې وینه (چې یوه خلته یې ۵۰۰ سي سي کېږي) لرله خو اوس دغه کچه ۸۰ ته راکښته شوې ده.

دی وايي، د کرونا ویروس له وېرې اوس خلک مراجعه نه کوي چې د امام حسین د وینې بانک ته وینه ورکړي او دغه راز دوی هم نه شي کولای د پخوا په څېر پوهنتونونو او نورو ځایونو ته لاړ شي او د وینې ټولولو کمپاین وکړي.

د اسدالله په وینا، مخکې به هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ کسانو پورې میرویس روغتون ته راتلل او د امام حسین د وینې بانک ته به یې خپله وینه ورکوله خو اوس هیڅوک هم مراجعه نه کوي.

د ده په خبره، له همدې امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د اړتیا پر مهال بېړنیو ناروغانو ته وینه نه شي چمتو کولای.

هغه زیاتوي، دغه وضعیت تر ټولو ډېر د تلسمیا ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی چې په کندهار کې یې شمېر له ۱۲ تر ۱۴ سوه تنو رسېږي او ډېری یې ماشومان دي.

ده وویل: ((هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ دغه ناروغان د وینې د اخیستو لپاره مراجعه کوي، ځکه دغه ناروغان باید په میاشت کې یو یا دوه ځله وینه واخلي خو دا چې په بانک کې وینه کمه شوې، د پخوا په څېر وینه نه شو ورکولای.))

دغه ډاکټر له خلکو غوښتنه کوي چې د پخوا په څېر د وینې له بانک سره مرسته وکړي او په دې توګه د ناروغانو ژوند وژغوري.

دی وايي، هغه کسان چې عمر یې له ۱۷ کلونو لوړ وي، کولای شي په کال کې درې ځله وینه ورکړي.

په میرویس روغتون کې هره ورځ د ناروغانو په ګڼه ګوڼه کې لسګونه هغه مېندې او پلرونه تر سترګو کېږي چې د خپلو اولادونو د ژوند لپاره د څو څاڅکو وینې په پیدا کولو پسې لالهانده دي.

login or register a new account.

Related Topics