منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرونا د کندهار میرویس حوزوي روغتون د وینې له کمښت سره مخ کړی

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د کندهار میرویس روغتون چې د حوزې په کچه فعالیت کوي او هره ورځ د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې او ترافیکي پېښو ټپيان هم ورته راوړل کېږي، د وینې له کمښت سره مخ دی.

چارواکي وايي، له هغه وروسته چې په افغانستان کې د کرونا وبا خپره شوې، خلک زړه نه ښه کوي چې د دغه روغتون د امام حسین د وینې بانک ته وینه ورکړي چې له امله یې دوی نه شي کولای هغو ناروغانو ته وینه ورکړي چې وینې ته اړتیا لري.

د میرویس حوزوي روغتون د امام حسین د وینې د بانک مسوول ډاکټر اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، کرونا د ژوند د نورو چارو تر څنګ د وینې د بانک چارې هم اغېرمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، پخوا به یې په بانک کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ خلتې وینه (چې یوه خلته یې ۵۰۰ سي سي کېږي) لرله خو اوس دغه کچه ۸۰ ته راکښته شوې ده.

دی وايي، د کرونا ویروس له وېرې اوس خلک مراجعه نه کوي چې د امام حسین د وینې بانک ته وینه ورکړي او دغه راز دوی هم نه شي کولای د پخوا په څېر پوهنتونونو او نورو ځایونو ته لاړ شي او د وینې ټولولو کمپاین وکړي.

د اسدالله په وینا، مخکې به هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ کسانو پورې میرویس روغتون ته راتلل او د امام حسین د وینې بانک ته به یې خپله وینه ورکوله خو اوس هیڅوک هم مراجعه نه کوي.

د ده په خبره، له همدې امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د اړتیا پر مهال بېړنیو ناروغانو ته وینه نه شي چمتو کولای.

هغه زیاتوي، دغه وضعیت تر ټولو ډېر د تلسمیا ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی چې په کندهار کې یې شمېر له ۱۲ تر ۱۴ سوه تنو رسېږي او ډېری یې ماشومان دي.

ده وویل: ((هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ دغه ناروغان د وینې د اخیستو لپاره مراجعه کوي، ځکه دغه ناروغان باید په میاشت کې یو یا دوه ځله وینه واخلي خو دا چې په بانک کې وینه کمه شوې، د پخوا په څېر وینه نه شو ورکولای.))

دغه ډاکټر له خلکو غوښتنه کوي چې د پخوا په څېر د وینې له بانک سره مرسته وکړي او په دې توګه د ناروغانو ژوند وژغوري.

دی وايي، هغه کسان چې عمر یې له ۱۷ کلونو لوړ وي، کولای شي په کال کې درې ځله وینه ورکړي.

په میرویس روغتون کې هره ورځ د ناروغانو په ګڼه ګوڼه کې لسګونه هغه مېندې او پلرونه تر سترګو کېږي چې د خپلو اولادونو د ژوند لپاره د څو څاڅکو وینې په پیدا کولو پسې لالهانده دي.

زرمینه هغه مور ده چې خپلې دوه لوڼې یې د وینې د اخیستلو لپاره دغه روغتون ته راوستلي چې د تلسمیا یا د وینې د کمښت په ناروغۍ اخته دي.

نوموړې پژواک ته وویل: ((دوه نورې لوڼې مې هم په دغې ناروغۍ اخته وې چې تر څو کلونو ژوند کولو وروسته یوه په بلې پسې مړې شوې، دوه نورې لوڼې مې هم په دې ناروغي اخته دي، نن څوومه ورځ ده چې د وینې د اخیستلو لپاره یې دلته راولم خو ډاکټران وايي، وینه نشته.))

هغې چې د کوچنیو لوڼو ناروغۍ ورڅخه د ژوند ټولې خوښۍ اخیستي، په ژړغونې غږ زیاته کړه: ((تاسې وینئ چې د لوڼو څېرو ته مې نه کتل کېږي، د وینې د کمښت له امله یې رنګونه تک ژیړ اوښتي دي، ټوله شپه تر سهاره ناسته یم او ورته ژاړم، نه مري او نه رغېږي.))

دا وايي، ډېر کله ډاکټران ورته وايي چې خپل کسان راولئ څو لوڼو ته یې وینه ورکړي، کله څوک پیدا شي او کله څوک نه.

د دې په خبره، په وار وار د روغتون مخې ته آن پر سړک درېدلې ده او خپلو لوڼو ته یې له خلکو د وینې سوال کړی دی.

دا له خلکو غواړي چې د پخوا په څېر د میرویس روغتون د وینې بانک ته وینه ورکړي څو په دې توګه د دې د لوڼو په څېر د ډېرو ژوند وژغورل شي.

عبدالغفور هغه پلار دی چې خپل کوچني زوی ته د وینې ورکولو لپاره له میوند ولسوالۍ څخه راغلی دی، د ده زوی هم د تلسمیا له ناروغۍ کړېږي او ژوند یې د بل په وینه پايي.

هغه پژواک ته وویل: ((له میوند ولسوالۍ څخه راغلی یم، د زوی وضعیت مې ښه نه دی، ځکه وینې ته ضرورت لري، خو په روغتون کې وینه نه پیدا کېږي.))

دی وايي، پخوا یې هم څو ځله خپل زوی د وینې اخیستلو لپاره دې روغتون ته راوستلی، په هماغه ورځ به یې وینه ورته ولګوله او بیرته به ولسوالۍ ته لاړ، خو دا ځل یې په روغتون کې شپه هم کړې خو لا هم نه دی توانېدلی، چې خپل زوی ته وینه پیدا کړي.

نوموړی هم له خلکو غوښتنه کوي چې د پخوا په څېر د میرویس روغتون د وینې بانک ته وینه ورکړي او د خلکو د ژوند ژغورلو په لوی ثواب کې شریک شي.

د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د سوېلي زون په کچه يوازېنی لوی روغتون دی، چې هره ورځ له شاوخوا ۹ ولایتونو څخه سلګونه عاجل او عادي ناروغان د درملنې لپاره راوړل کېږي.

له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د دغه روغتون د ناروغانو لوى شمېر هغه کسان وي، چې په جګړو، بريدونو، د ماينونو په چاودنو او ترافیکي پېښو کې ټپيان شوي وي.

دغه اکثره ناروغان عاجل وي او تر هر څه مخکې وينې ته اړتيا لري، د دې تر څنګ يو شمېر نور داسې ناروغان هم وي چې وينې ته اړتيا لري، له همدې کبله په ياد روغتون کې د وينې اړتيا خورا زياته ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا