Language

دفاع وزارت په بغلان کې د پوځي الوتکې غورځیدل تایید کړل

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۹): د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې دیوې پوځې الوتکې لوېدل تاییدوي، خو وایي چې پیلوټ یې ژغورل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۰مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ای ۲۹ ډوله الوتکه پرون غرمه مهال د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د فني او تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د دې الوتکې پیلوټ په خوندي توګه ځان ژغورلی دی.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

بلخوا په افغانستان کې امریکایي خواکونو ویلي چې یاده الوتکه د یوه امریکایي پیلوټ له خوا  د تمریناتو په موخه الوځول شوې وه.

سرچینې زیاته کړې چې پيلوټ د الوتکې له غورځېدو مخکې ځان په پراشوټ کې غورځولی او کوم زیان ورته نه دی ور اوښتی.

login or register a new account.