Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرې میاشتې د کرونا له پیله تر اوسه له څه باندې یونیم میلیون کسانو سره مرسته کړې ده

کابل(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹): د سرې مياشتې ټولنه وايي، د کرونا او ګرځبنديز له پيله تر اوسه یې له یو میلیون او څه باندې ۶۴۴زره  اړمنو کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

د يادې ټولنې منشي ډاکتر نيلاب مبارز د چنګاښ په ۲۴مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې خبريالانوته وويل چې دوی دا مرستې له پېښو سره د مبارزې ادارې له لارې ۱۲۶۴۴۵۷ اړمنو خلکو ته ورکړې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان له طبيعي او غير طبيعي پېښو او له کرونا ويروس څخه زيانمن شوي وو چې ورسره یې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.

مېرمن مبارز وایي، د سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو رياست د کرونا ويروس خپرېدو په لړ کې ۳۴۶۰۴۹مشخص کړي وو چې له مخې يې ۳۹۹۷۳ شکمن کسان پېژندلي او ۱۸۷۷ هغه کسان چې د کرونا ټېسټونه يې مثبت وو، روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د نوموړې په وینا، دغه راز ۴۷۶۰۴۹ کسانو ته يې د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړی دی.

د سرې میاشتې ټولنې مشرې وویل چې دغهټولنې په (کابل، هرات، بلخ، کندهاراو ننګرهار) ولايتونو کې د مرستو بنسټونه لري چې اوسمهالیې هم د رواني ناروغۍ په ګډون ۸۲۱ناروغان تر ساتنې او پالنې لاندې دي.

هغې زياته کړه چې د ټولنې رضاکاران د کارکوونکو په څنګ کې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له زيانمنو کورنيو سره مرسته کوي او په دې وروستيو کې ۳۸۰۰ رضاکار کسانو د هېواد په لرو پرتو او ناامنو سيمو کې د مرستو د وېش، دوا پاشۍ او د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاين کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.