کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): په کندهار ښار کې لسګونو کسانو چې ادعا یې کوله سوداګر دي، د دغه ولایت د ګمرک د رییس جاوېد منګل په خلاف لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د ګمرک د رییس په خلاف شعارونه ورکول او له ولسمشره یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوله.
هغوی ادعا کوله چې د ګمرک رییس ناقانونه کړنې ترسره کوي، سوداګرو ته سپکاوی کوي او د هغوی په سوداګریزو توکو بار موټرونه په ورځو ورځو دروي.
د حاجي در محمد په نوم یو تن چې په دې لاریون کې د ګډون لپاره له سپین بولدکه راغلی و، پژواک ته وویل، د کندهار د ګمرک رییس سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د هغوی کانټينرونه په ورځو ورځو دروي.
هغه زیاته کړه، د ګمرک رییس د دې تر څنګ د سوداګرو سپکاوی هم کوي چې بېلګه یې تېره ورځ د منظور احمد په نوم د یوه سوداګر وهل دي.
دی وايي، د ګمرک د رییس دغو کړنو سوداګر قاچاق ته اړ کړي او هڅه کوي خپل سوداګریز توکي په قاچاقي توګه راوړي.
نوموړي د ګمرک د رییس د لرې کېدو غوښتنه کوله.
د عبدالصمد په نوم د لاریون بل برخه وال وویل، د ګمرک د اوسني رییس د قیوداتو او سختګیریو په وجه سوداګر زیانمن شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
ده پژواک ته وویل، د کرونا بحران له امله د افغان سوداګرو مالونه یو ځل په کراچۍ او د چمن په کسټم کې په میاشتو میاشتو ولاړ وو خو اوس چې را اوړي نو د ګمرک رییس یې په ورځو ورځو دروي.
ده غوښتنه وکړه چې د ګمرک رییس دې د خپلو ناسمو کړنو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شي.
په کندهار کې د ګمرک د رییس په خلاف دغه لاریون په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د منظور احمد په نوم یو کس چې ادعا یې کوله تاجر دی او د خپلو اړوندو چارو لپاره ګمرک ریاست ته ورغلی و، د دې ادارې د رییس او د هغه د ساتونکو له خوا وهل شوی دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې هم سوداګر دی او هم د ګمرک په ریاست کې د کمېشنکارۍ چارې مخ ته وړي.
login or register a new account.