منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د ګمرک د رییس خلاف لاریون وشو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): په کندهار ښار کې لسګونو کسانو چې ادعا یې کوله سوداګر دي، د دغه ولایت د ګمرک د رییس جاوېد منګل په خلاف لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ګمرک د رییس په خلاف شعارونه ورکول او له ولسمشره یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه کوله.

هغوی ادعا کوله چې د ګمرک رییس ناقانونه کړنې ترسره کوي، سوداګرو ته سپکاوی کوي او د هغوی په سوداګریزو توکو بار موټرونه په ورځو ورځو دروي.

د حاجي در محمد په نوم یو تن چې په دې لاریون کې د ګډون لپاره له سپین بولدکه راغلی و، پژواک ته وویل، د کندهار د ګمرک رییس سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د هغوی کانټينرونه په ورځو ورځو دروي.

هغه زیاته کړه، د ګمرک رییس د دې تر څنګ د سوداګرو سپکاوی هم کوي چې بېلګه یې تېره ورځ د منظور احمد په نوم د یوه سوداګر وهل دي.

دی وايي، د ګمرک د رییس دغو کړنو سوداګر قاچاق ته اړ کړي او هڅه کوي خپل سوداګریز توکي په قاچاقي توګه راوړي.

نوموړي د ګمرک د رییس د لرې کېدو غوښتنه کوله.

د عبدالصمد په نوم د لاریون بل برخه وال وویل، د ګمرک د اوسني رییس د قیوداتو او سختګیریو په وجه سوداګر زیانمن شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

ده پژواک ته وویل، د کرونا بحران له امله د افغان سوداګرو مالونه یو ځل په کراچۍ او د چمن په کسټم کې په میاشتو میاشتو ولاړ وو خو اوس چې را اوړي نو د ګمرک رییس یې په ورځو ورځو دروي.

ده غوښتنه وکړه چې د ګمرک رییس دې د خپلو ناسمو کړنو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شي.

په کندهار کې د ګمرک د رییس په خلاف دغه لاریون په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د منظور احمد په نوم یو کس چې ادعا یې کوله تاجر دی او د خپلو اړوندو چارو لپاره ګمرک ریاست ته ورغلی و، د دې ادارې د رییس او د هغه د ساتونکو له خوا وهل شوی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې هم سوداګر دی او هم د ګمرک په ریاست کې د کمېشنکارۍ چارې مخ ته وړي.

دی وايي، موټرونه یې اوس هم د کندهار په ګمرک کې ولاړ دي چې رخت په کې بار دی او دی یې د مالیې چارو د تصفیې لپاره هلته تللی و.

هغه زیاته کړه: ((د ګمرک یو شمېر مامورینو راته وویل چې پر هر موټر دې د مالیې تر څنګ شل زره افغانۍ جریمه راځي خو ځینو مامورینو راته وویل چې جریمه نه پرې راځي، زه د همدې موضوع د سپيناوي لپاره رییس ته ورغلم چې وار له واره یې اسناد پر مخ راوویشتل.))

د ده په خبره، د ګمرک د رییس جاوېد منګل ساتونکو دی کلک نیولی و او هغه په خپله تومانچه پر سر واهه چې سر یې هم ورته مات کړی دی.

خو ولایتي اداره د هغه دا ادعا ردوي او وايي، یاد شوی کس د یوه سوداګریز شرکت په استازولۍ ګمرک ریاست ته ورغلی و چې میلیونونه افغانۍ باقیات لري او له هغه سره له لفظي شخړې پرته فزیکي شخړه نه ده شوې.

د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د منظور احمد په نوم کوم کس چې ادعا کوي د کندهار د ګمرک د رییس ساتونکو وهلی، د احد افغان زاده لمیټیډ په استازولۍ ګمرک ریاست ته تللی و چې میلیونونه افغانۍ باقیات لري.

د ده په خبره، نوموړی نه د دغه شرکت رسمي استاز او مسوول دی او نه هم رسمی کمېشنکار.

دی زیاتوي، دغه کس چې کله ګمرک ریاست ته داخل شوی نو رییس ته یې لفظي سپکاوی کړی، د رییس ساتونکي مجبور شوي چې هغه له شعبې وباسي او له لفظي شخړې پرته هیڅ ډول فزیکي شخړه نه ده رامنځته شوې.

بهیر یادونه وکړه چې د احد افغان زاده لمیټیډ د ۲۳ موټره سوداګریزو توکو د مالیې له درکه ۸ میلیونه ۸۵۰ زره او ۶ سوه افغانۍ باقیات لري او ترڅنګ یې ۶۱ میلیونه افغانۍ تخلف هم کړی دی.

د ده په خبره، د ولمسشر د حکم له مخې هیڅوک د ګمرک په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او اړوند مسوولین مکلف دي چې د ګمرکاتو له قانون سره سم خپلې چارې مخ ته یوسي.

نوموړي وویل، دا چې هېڅوک تر قانون لوړ نه دي او د اداري اصولو له مخې هېڅوک د چا د وهلو حق نه لري، نو د لا ښې څېړنې او وضاحت په موخه موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل کېږي څو مسوول کس د قانون په چوکاټ کې خپله سزا وویني.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد