Language

کندهار کې یو سوداګر ادعا کوي چې د ګمرک رییس او ساتونکو یې وهلی

کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): د منظور احمد په نوم  د کندهار اوسېدونکی چې ادعا کوي سوداګر دی او د خپلو اړوندو چارو لپاره ګمرک ریاست ته ورغلی و، د دغې ادارې د رییس او د هغه د ساتونکو له خوا وهل شوی دی.

خو د کندهار ولایتي اداره د هغه دغه څرګندونې ردوي او وايي، یاد شوی کس د یوه سوداګریز شرکت په استازولۍ ګمرک ریاست ته ورغلی و چې میلیونونه افغانۍ باقیات لري او له هغه سره له لفظي شخړې پرته فزیکي شخړه نه ده شوې.

په خپله منظور احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې هم سوداګر دی او هم د ګمرک په ریاست کې د کمېشنکارۍ چارې مخ ته وړي.

دی وايي، موټر یې اوس هم د کندهار په ګمرک کې ولاړ دي چې رخت په کې بار دی او دی یې د مالیې چارو د تصفیې لپاره هلته تللی و.

هغه زیاته کړه: ((د ګمرک یو شمېر مامورینو راته وویل چې پر هر موټر دې د مالیې تر څنګ شل زره افغانۍ جریمه راځي خو ځینو مامورینو راته وویل چې جریمه نه پرې راځي، زه د همدې موضوع د سپيناوي لپاره رییس ته ورغلم چې وار له واره یې اسناد پر مخ راوویشتل.))

د ده په خبره، د ګمرک د رییس جاوید منګل ساتونکو دی کلک نیولی و او هغه په خپله تومانچه پر سر واهه چې سر یې هم ورته مات کړی دی.

دی وايي، له ده سره د ګمرک د رییس پر دې کړنه د سوداګرو استازو او کمېشنکارانو احتجاج وکړ او د ګمرک د رییس خلاف یې په څارنوالۍ او امنیه قوماندانۍ کې عریضه کړې ده.

نوموړی اوس د عدالت غوښتنه کوي.

په ورته توګه د کمېشنکارانو له ډلې یوه بل کمېشنکار میهن نوري چې وايي د دې پېښې شاهد دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره موده کېږي چې د کندهار د ګمرک رییس جاوېد منګل له سوداګرو او کمېشنکارانو سره ناسمه رویه کوي.

دی وايي، منظور احمد هم کمېشنکار دی او هم د پنځو سوداګریزو شرکتونو استازی دی چې له هغه سره دغه رویه د غندلو ده.

د ده په خبره، ګمرک داسې اداره ده چې تر ډېره یې له خلکو سره سروکار دی، رییس یې نه باید له هغوی سره داسې ناسمه رویه وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د ګمرک له رییس جاوید منګل سره خبرې وکړي خو هغه ویل چې د مالیې وزارت د اصولو له مخې له رسنیو سره د خبرو حق نه لري.

login or register a new account.

Related Topics