منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې یو سوداګر ادعا کوي چې د ګمرک رییس او ساتونکو یې وهلی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): د منظور احمد په نوم  د کندهار اوسېدونکی چې ادعا کوي سوداګر دی او د خپلو اړوندو چارو لپاره ګمرک ریاست ته ورغلی و، د دغې ادارې د رییس او د هغه د ساتونکو له خوا وهل شوی دی.

خو د کندهار ولایتي اداره د هغه دغه څرګندونې ردوي او وايي، یاد شوی کس د یوه سوداګریز شرکت په استازولۍ ګمرک ریاست ته ورغلی و چې میلیونونه افغانۍ باقیات لري او له هغه سره له لفظي شخړې پرته فزیکي شخړه نه ده شوې.

په خپله منظور احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې هم سوداګر دی او هم د ګمرک په ریاست کې د کمېشنکارۍ چارې مخ ته وړي.

دی وايي، موټر یې اوس هم د کندهار په ګمرک کې ولاړ دي چې رخت په کې بار دی او دی یې د مالیې چارو د تصفیې لپاره هلته تللی و.

هغه زیاته کړه: ((د ګمرک یو شمېر مامورینو راته وویل چې پر هر موټر دې د مالیې تر څنګ شل زره افغانۍ جریمه راځي خو ځینو مامورینو راته وویل چې جریمه نه پرې راځي، زه د همدې موضوع د سپيناوي لپاره رییس ته ورغلم چې وار له واره یې اسناد پر مخ راوویشتل.))

د ده په خبره، د ګمرک د رییس جاوید منګل ساتونکو دی کلک نیولی و او هغه په خپله تومانچه پر سر واهه چې سر یې هم ورته مات کړی دی.

دی وايي، له ده سره د ګمرک د رییس پر دې کړنه د سوداګرو استازو او کمېشنکارانو احتجاج وکړ او د ګمرک د رییس خلاف یې په څارنوالۍ او امنیه قوماندانۍ کې عریضه کړې ده.

نوموړی اوس د عدالت غوښتنه کوي.

په ورته توګه د کمېشنکارانو له ډلې یوه بل کمېشنکار میهن نوري چې وايي د دې پېښې شاهد دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېره موده کېږي چې د کندهار د ګمرک رییس جاوېد منګل له سوداګرو او کمېشنکارانو سره ناسمه رویه کوي.

دی وايي، منظور احمد هم کمېشنکار دی او هم د پنځو سوداګریزو شرکتونو استازی دی چې له هغه سره دغه رویه د غندلو ده.

د ده په خبره، ګمرک داسې اداره ده چې تر ډېره یې له خلکو سره سروکار دی، رییس یې نه باید له هغوی سره داسې ناسمه رویه وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د ګمرک له رییس جاوید منګل سره خبرې وکړي خو هغه ویل چې د مالیې وزارت د اصولو له مخې له رسنیو سره د خبرو حق نه لري.

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بیا دا موضوع ردوي او وايي چې په خواله رسنیو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د منظور احمد په نوم کوم کس چې ادعا کوي د کندهار د ګمرک د رییس ساتونکو وهلی، د احد افغان زاده لمیټیډ په استازولۍ ګمرک ریاست ته تللی و چې میلیونونه افغانۍ باقیات لري.

د ده په خبره، نوموړی نه د دغه شرکت رسمي استاز او مسوول دی او نه هم رسمی کمېشنکار.

دی زیاتوي، دغه کس چې کله ګمرک ریاست ته داخل شوی نو رییس ته یې لفظي سپکاوی کړی، د رییس ساتونکي مجبور شوي چې هغه له شعبې وباسي او له لفظي شخړې پرته هیڅ ډول فزیکي شخړه نه ده رامنځته شوې.

بهیر یادونه وکړه چې د احد افغان زاده لمیټیډد ۲۳ موټره سوداګریزو توکو د مالیې له درکه ۸ میلیونه ۸۵۰ زره او ۶ سوه افغانۍ باقیات لري او ترڅنګ یې ۶۱ میلیونه افغانۍ تخلف هم کړی دی.

د ده په خبره، د ولسمشر د حکم له مخې هیڅوک د ګمرک په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او اړوند مسوولین مکلف دي چې د ګمرکاتو له قانون سره سم خپلې چارې مخ ته یوسي.

نوموړي وویل، دا چي هیڅوک تر قانون لوړ نه دي او د اداري اصولو له مخې هیڅوک د چا د وهلو حق نه لري، نو د لا ښې څېړنې او وضاحت په موخه موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل کېږي څو مسوول کس د قانون په چوکاټ کې خپله سزا وویني.

بلخوا سلګونو سوداګرو او نورو کسانو د ګمرک د رییس د ناسمې رویې له امله نن د ادارې مخې ته دوه  خیمې ودرولې او لاره یې بنده کړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد