کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته د سفر پر مهال، تهران ته د حنیف اتمر د سفر د پرېکړو د عملی کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت څخه د چنګاښ په ۲۵مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اتمر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سید عباس عراقچي سره په کابل کې ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر د وروستي سفر د پرېکړو د عملي کېدو په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه زياتوي، دواړه خواوې تمه لري چې د هوکړې په نهایي کېدو سره به ایران ته د افغان کاريګرو د کار او استولو څرنګوالی او په اوسني وضعیت کې د دواړو خواوو د اړتیاوو او سرحدي همکاریو په مرسته د سرحدي کمېشنرانو د تړون د نوي کولو په اړه خبرې وکړې.
عراقچي ویلی، ایران ژمن دی چې تېرې پېښې تعقیب کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د غیرقانوني پېښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.
د هغه په وینا، دغه راز دوی هڅه کوي چې په ایران کې د مېشتو افغان وګړو شتون قانوني کړي.
عراقچي وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره د ايران حکومت له چمتوالي سره يې ډاډ ورکړ چې تهران ته د افغان لوړ پوړي پلاوي د وروستي سفر پرمهال شوې هوکړې او پرېکړې به عملي کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP