ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د دولتي ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي دي

author avatar
17 Jul 2020 - 16:59
author avatar
17 Jul 2020 - 16:59

پلعلم(پژواک، ۲۷چنګاښ ۹۹):د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې له دولتی ځواکونو شپږ کسان وژل شوي او لسو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د لوګرد امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې لسګونو وسلوالو طالبانو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په شاهي کلا او احمدزيو کلا سیمو کی پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل.

د ده په وینا، په دغو بریدونو کې له دولتی ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو شپږو کسانو کې  يو تن ملي پوليس، دوه ولسي پاڅون کوونکي او دری نور د ملي امنيت سرتيري شامل دي.

شاپور احمدزی د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې په دغو نښتو کې لسو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د شاهي کلا یو تن اوسیدونکی ګلاجان پژواک ته وویل چې په دغو نښتو کې له دولتی ځواکونو څخه لس تنه وژل شوي دي. ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه پدی هکله څه ندی ویلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.