پلعلم(پژواک، ۲۷چنګاښ ۹۹):د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې له دولتی ځواکونو شپږ کسان وژل شوي او لسو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د لوګرد امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې لسګونو وسلوالو طالبانو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په شاهي کلا او احمدزيو کلا سیمو کی پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل.
د ده په وینا، په دغو بریدونو کې له دولتی ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو شپږو کسانو کې يو تن ملي پوليس، دوه ولسي پاڅون کوونکي او دری نور د ملي امنيت سرتيري شامل دي.
شاپور احمدزی د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې په دغو نښتو کې لسو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د شاهي کلا یو تن اوسیدونکی ګلاجان پژواک ته وویل چې په دغو نښتو کې له دولتی ځواکونو څخه لس تنه وژل شوي دي. ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه پدی هکله څه ندی ویلی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









