خوست ښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په خوست ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پرسر شخړه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.
ځایي مسوولین وایي، دغه پېښه نن د یاد ولايت مرکز اړوند د کاروان سرای په سيمه کې شوې ده.
د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه هم پېښه تاييدوي او وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپيان دي او د بلې کورنۍ دوه کسان ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، سیمې ته پولیس د رسېدلي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د يوه بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته خوست ښار کې يو تن چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې یې دنده درلوده، د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل په خبر کې یې نوم خپور شي، دا پېښه پژواک ته تاييد کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن