منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی او ۷ ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۰ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په خوست ولایت کې د ‌دوو کورنيو ترمنځ‌ د ځمکې د ملکيت پرسر شخړه شوې چې له امله يې يو کس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.

ځایي مسوولین وایي، دغه پېښه نن د یاد ولايت مرکز اړوند د کاروان سرای په سيمه کې شوې ده.

 د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه هم پېښه تاييدوي او وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ يو تن وژل شوی او پنځه تنه ټپيان دي او د بلې کورنۍ دوه کسان ټپيان دي.

د‌ سرچينې په وينا، سیمې ته پولیس د رسېدلي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته خوست ښار کې يو تن چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې یې دنده درلوده، د ‌ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل په خبر کې یې نوم خپور شي، دا پېښه پژواک ته تاييد کړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه