کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : د کابل امنيه قومانداني وايي چې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو يې ۱۶ کسان نيولي دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ له خوا د چنګاښ په ۲۹مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پوليسو د څو عملياتو په ترڅ کې د کابل په بېلابيلو سيمو کې ۱۶ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
سرچينه زياتوي، دغه کسان د کابل ښار په پنځمې، لسمې، پنځلسمې، یوولسمې، اتلسمې او نولسمې امنيتي حوزو کې د وسله والو غلاوو، ګرځنده غلاوو، شوکو ، د غیرقانوني وسلو لېږد ، د موټرو غلا او قاچاق په تور د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو نيول شوو کسانو څخه یو کرولا موټر، درې ميله وسله او یوه برچه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
سرچینې ویلي، دغه راز د کابل پولیسو یو ټانکر موټر چې مخکې غلا شوی و هم نیولی او بیا یې خپل مالک ته سپارلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP