کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې پروسې او راتلونکو اقداماتو په اړه د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې کړې دي.
خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د سلا مشورو لپاره دافغانستان، پاکستان، قطر ، ناروې او یو شمېر نورو هېوادونو په سفر روان شوی دی.
د ناروې په پلازمېنه اسلو کې دامریکا سفارت له خوا د زمري په ۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد پرون د بهرنیو چارو وزیرې اینه اریکسون سوریده سره لیدلي او د افغان سولې پروسې د پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، خلیلزاد او مېرمن اریکسون د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې د شته خنډونو او د هواري د لارو چارو په اړه هم خبرې کړې دي.
د امریکا سفارت ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې دغه راز په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان مېرمنو د پراخې ونډې اخیستو په اړه هم ټینګار کړی دی.
د یادونې ده چې ناروې یو له هغو ۱۲ هېوادونو څخه دی چې د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب لپاره یې لېوالتیا ښودلې ده.
login or register a new account.